بُست ولایتي روغتون کې تېرکال د ۳۰۰زره ناروغانو درملنه شوې

د هلمند عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د بې‌پولې ډاکټرانو په مرسته تېر کال د بُست ولایتي روغتون کې یې د ۳۰۰زره ناروغانو درملنه کړې ده.

د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سعید سلام‌وطندار ته وايي، د بې‌پولې ډاکټرانو ټولنه چې د کلونو راهسې د هلمند بست ولایتي روغتون سره د روغتیا په برخه کې مرسته کوي، وايي، دې ناروغانو کې د بستر، او‌پي‌ډي او نورو ناروغانو درملنه شوې.

کندهار کې په څه باندې ۱۰میلیونه افغانیو یو چکډېم ګټې‌‌اخیستنې ته وسپارل شو

د کندهار مسوولان وايي، د دغه ولایت مرکز اړوند میانکو سیمه کې د ۱۰.۳ میلیونه افغانیو په لګښت یو چکډېم جوړ او ګټې‌‌اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه چکډېم «سه‌‌شنبه، مرغومې ۲۶مه» د «یو‌ان‌ډي‌‌پي» په مالي لګښت د براک موسسې په تخنیکي همکاري جوړ چې د ۱۵۰۰۰۰متره مکعبه اوبه زېرمه کولو ظرفیت لري.

افغانستان نن له هند سره درېیمه شل اووره لوبه کوي

د هند په کوربه‌توب د افغانستان او د یاد هېواد د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روانې درې شل اووره سیالیو د لوبلړۍ په لړ کې نن دواړو لوبډلې درېیمه او وروستۍ سیالي کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن چهارشنبه جنورۍ ۱۷مه د بنګلور په «چېناسوامي کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

لوګر کې په ۱۷میلیونه افغانیو جوړ شوي چک‌ډېمونه ګټې‌‌اخیستنې ته وسپارل شول

د اوبو او برښنا وزارت چارواکي وایي چې دغه چک‌ډېمونه د تېرو شپږو میاشتو پر مهال د ۱۷ میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړ شوي دي.

د یادو چکډېمونو پرانېست‌غونډې ته د اوبو او برښنا سرپرست عبداللطیف منصور وویل، اوبو او برښنا وزارت د لوګر په ګډون په ګڼو ولایتونو کې د لسګونه ذخیروي بندونو او چکډېمونو د جوړېدو چارې پیل کړې دي.

پکتیا کې په نږدې درې میلیونه افغانیو د یوه چک‌ډېم د جوړېدو چارې پیل شوې

د پکتیا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د نږدې درېوو میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چک‌ډېم د جوړېدو چارې پیل کړې.

دغه چکډېم چې د یاد ولایت د سیدکرم ولسوالي اړوند ملاخېل کلي کې جوړېږي، چارې یې نن «سه‌شنبه، مرغومې ۲۶مه» پیل شوې.

کابل کې د موټرو ګڼه‌ګوڼه؛ ښاریان: په ساعتونو اېسار پاتې کېږو

د پلازمېنې کابل یوشمېر اوسېدونکي په دغه ښار کې له ټرافیکي ګڼې‌ګوڼې څخه د شکایت ترڅنګ وايي چې په ساعتونو-ساعتونو د موټرو په ګڼې‌ګوڼې کې اېسار پاتې کېږي.

دوی وايي، د موټر چلوونکو له‌خوا د ټرافیکي قوانینو نه‌مراعت او د سړکونو غاړو ته د موټرو د ودرېدو شمېر زیاتوالي له امله د موټرو ګڼه‌ګوڼه خورا زیاته شوې.

میدان‌وردګ کې پر ۳۷۰۰ کروندګرو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره وېشل شوې

د میدان‌وردګ د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د کرنې او خوړو نړیوال پروګرام/FAO له لوري د مرکز میدان‌ښار په ګډون په څلورو ولسوالیو کې پر شاوخوا ۳۷۰۰ کروندګرو د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه.

د لوګر سرخ اب اوبو بند د بیارغونې چارې پيل شوې

د اوبو او برېښنا وزارت له لوري د لوګر محمداغې ولسوالي د سرخ اب اوبو بند د شاوخوا ۱۱ میلیونه افغانیو په مالي لګښت بیارغول کېږي.د

اوبو او برښنا وزارت سرپرست عبداللطیف منصور د یاد بند بیارغونې چارو پيل مراسمو ته وویل، د سرپرست حکومت مشران هڅه کوي چې د هېواد په کچه د بیارغونې پر بنسټ پر پروژو کار وکړي.

د تورخم دروازې د تړل کېدو دوام؛ د دوامدار حل لپاره د ګډ میکانیزم جوړېدو ته اړتیا ده

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډو خونو مسوولان د باروړونکو موټرو پر مخ د تورخم دروازې د تړل کېدو له دوام سره هم‌مهاله وايي، د دې ستونزې د حل لپاره د یوه ګډ میکانیزم جوړېدو ته اړتیا ده او په خبره یې، د دواړو هېوادونو ترمنځ دې ګډ میکانیزم جوړ شي.

پاکستان له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه د خرلاڅي دروازه تړلې

 د پکتیا محلي مسوولان وايي چې د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړې په کورمه اېجنسۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د جګړې له امله د خرلاڅي دروازه تړل شوې.

د پکتیا ولایت مقام ویاند عبدالقدیر احمدي سلام‌وطندار ته وايي، دغه دروازه له تېرې ورځې راهیسې د مسافرو پرمخ تړل شوې، خو د باروړونکو موټرو د تګ‌راتګ لپاره وخت ناوخته پرانېستل کېږي.

لوګر کې د «عینک» په نوم يوې خصوصي راډیو نشرات پيل کړل

لوګر کې د عینک په نوم يوې خصوصي نن «دوشنبه، مرغومې ۲۵مه» په رسمي توګه خپلې خپرونې پیل کړې.

دغه راډیو پر ۹۵.۹ اف‌ام څپو نشرات کوي.

د يادې راډيو پرانیست‌غوندې کې د سرپرست حکومت وياند ذبېح‌الله مجاهد، اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفېع‌الله صمیم او د دغې راډيو کارکوونکو ګډون کړی وو.

د هلمند ګرشک ولسوالي کې په ۴۵زره ډالرو یو جومات جوړېږي

د هلمند د ګرشک ولسوالي په نورزو سیمه کې د ۴۵زره امریکايي ډالرو په ارزښت د یوه جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

دغه جومات د هلمند د ګرشک ولسوالي اړوند «نورزو» سیمه کې د کندهار-هرات پر لویه لاره جوړېږي.

یاد جومات د کورنیو چارو وزارت سرپرست په لارښوونه او د یوه ترکي بنسټ له لوري جوړېږي چې پر رغېدو به یې ۴۵۰۰۰ «پنځه څلوېښت زره» امریکايي ډالره لګښت راشي.