Asset 1SWN

د هلمند ګرشک ولسوالي کې په ۴۵زره ډالرو یو جومات جوړېږي

55555555555

د هلمند د ګرشک ولسوالي په نورزو سیمه کې د ۴۵زره امریکايي ډالرو په ارزښت د یوه جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

دغه جومات د هلمند د ګرشک ولسوالي اړوند «نورزو» سیمه کې د کندهار-هرات پر لویه لاره جوړېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یاد جومات د کورنیو چارو وزارت سرپرست په لارښوونه او د یوه ترکي بنسټ له لوري جوړېږي چې پر رغېدو به یې ۴۵۰۰۰ «پنځه څلوېښت زره» امریکايي ډالره لګښت راشي.

د یاد جومات د جوړېدو چارو د پیل پرمهال د هلمند حج او اوقافو رییس شمس‌الحق ثاقب وویل: «نن ګرشک ولسوالي کې د یو باب مسجد د جوړونې د بنسټ ډبره کښېښودل شوه چې دا مسجد به د لویو لارو مسافرو ته ډېر سهولت رامنځته کړي.

 زه ژمنه کوم چې د دې مسجد څارنه به وخت پر وخت د حج او اوقافو ریاست د مسوولینو له‌خوا کېږي.»

شمس‌الحق ثاقب له یاد خیریه بنسټ څخه د دغه جومات د جوړېدو له امله مننه وکړه او پر  نورو خیریه بنسټونو غږ وکړ چې دغه ولایت کې ورته نورې پروژې هم پیل کړي.

بل‌خوا د هغه بنسټ مسوولان چې د یاد جومات د جوړېدو مالي لګښت پر غاړه لري، وايي، یاد جومات د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني سره په همغږۍ جوړوي.

د یاد بنسټ مسوول محمدفهیم  وویل: «موږ د کورنیو چارو وزارت وزیر سره په همغږۍ نن په ګرشک ولسوالي کي د ۴۵زره امریکايي ډالرو په ارزښت د یوه باب مسجد د رغولو چاري پیل کړې.»

د یاد جومات د رغېدو چارې به په دوو میاشتو کې بشپړې شي او په یوه وخت کې به د ۱۷۰ نارینه او ۲۰ ښځو د لمونځ کولو ظرفیت ولري.

د یادې سیمې یوه اوسېدونکي محمدفرید د دغه جومات د جوړېدو چارو پر پیل خوښي وښوده او وویل چې د لمانځه پرمهال به د هرات-کندهار لویې لارې مسافر له ستونزو سره مخ وو.

هغه وویل: «موږ له دولت او خیریه بنسټونو څخه غوښتنه لرو چي پر لویو لارو باندې د مسجدانو ترڅنګ روغتیايي مرکزونه هم ورغوي، څو هېوادوال د روغتیا برخه کې هم  له ستونزو خلاص شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

په دې وروستیو کې د هلمند په یو‌شمېر نورو سیمو کې هم ورته جوماتونه جوړ شوي او د ځینو یې د رغېدو چارې پیل شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام