سوداګر: د نوبتي ټرانزیټ پرځای دې ازاد ټرانزیټ ته اجازه ورکړل شي

کندهار کې سوداګر وايي چې د نوبت په نوم ټرانزیټي لایحه دې لغوه شي او پر ځای یې، ازاد ټرانزیټ ته اجازه ورکړل شي، څو سوداګر پر وخت خپل توکي وارد او صادر کړي.

یاد سوداګر چې د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه دغه ولایت کې ټول شوي وو، یادې څرګندونې د یوې غونډې په ترڅ کې کړې دي.

کابل کې د لاسي‌توکو پلورونکي: زموږ لپاره دې مناسب کارځای وټاکل شي

د کابل د «ده‌افغانانو» سیمې یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې د وزګارتیا له امله یاده سیمه کې ګڼ‌شمېر خلک د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره د لاسي توکو پلور ته مخه کړې چې له کبله یې د ګڼې‌ګوڼې لامل شوی دی.

دوی سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل چې کابل ښاروالي باید د لاسي توکو یادو پلورونکو ته د کار بدیل ځایونه رامنځته کړي.

د ا.ا او قرغزستان د سوداګرۍ وزیرانو د سوداګرۍ د ګډې خونې پر جوړېدو هوکړه کړې

د ا.ا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي نن د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ له وزیر دانیارامان ګلدیف سره په لیدنه کې د افغانستان او قرغزستان د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او له دغه هېواد څخه یې غوښتي، څو د هغو سوداګریزو توکو لګښت کم کړي چې د قرغزستان له لارې چین ته لېږدول کېږي.

د زرمت ۳۰بستریز روغتون کې د امکاناتو له نشتون د ناروغانو شکایت

د  پکتیا زرمت ولسوالي اوسېدونکي وايي چې یاده ولسوالي کې شته ۳۰بستریز روغتون ته ګڼ‌شمېر ناروغان مراجعه کوي، خو د امکاناتو نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د نوموړي په وینا، د اقتصادي ستونزو له امله خلک نشي کولای چې د درملنې لپاره خپل ناروغان مرکز ګردېز ښار ته بوځي.

یوناما روزګان کې کوچنیو کاروباریانو ته د پور ورکړې پروژه پیلوي

د سوېل زون لپاره د یوناما استازي الېکس کوول روزګان کې د سوداګرۍ خونې له مسوولانو سره لیدنه کې ویلي چې نږدې راتلونکې کې به دغه ولایت کې د کوچنیو کاروباریانو لپاره د پور ورکړې پروژه پیل کړي.

د نوموړي په وینا، د افغانستان بانک سره یې ګډې هڅې پیل کړي، څو یاد ولایت کې له دې لارې خلکو ته د کار کولو زمینه برابره کړي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت: د پرمختیايي پروژو عملي کولو ته ژمن یوو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولانو د چهارشنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د یوې خبري غونډې پر مهال د هغو پروژو په اړه معلومات ورکړل چې په دې وروستیو کې د دغه وزارت له‌خوا د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې پیل شوې دي.

یوناما: له زده‌کړو د نجونو محرومیت به افغانستان په نړیواله کچه منزوي کړي

افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ «یوناما» وايي چې افغانستان کې له زده‌کړو د نجونو دوامداره محرومیت به دغه هېواد په نړیواله کچه منزوي کړي.

د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا دغه څرګندونې نن «چهارشنبه، سلواغې څلورمه» د ښوونې نړیوالې ورځې په تړاو په یوه ویډیويي پیغام کې کړې دي.

د پوهنې وزارت سرپرست: دیني او عصري زده‌کړې د کیفیت له پلوه کمزورې دي

د پوهنې وزارت سرپرست حبیب‌الله اغا وايي چې هېواد کې د پوهنې وضعیت اندېښمنونکی دی او دیني او عصري زده‌کړې د کیفیت له پلوه کمزورې دي.

نوموړي دغه څرګندونې نن «چهارشنبه، سلواغې څلورمه» کابل کې د «تحصیلي بنسټونو د ښه‌والي» تر نوم لاندې جوړه شوي دوه ورځنی کنفرانس کې وکړې.

هلمند کې په څه باندې ۱۴ میلیونه ډالرو د ۵۰۰ پروژو چارې روانې دي

د ملګروملتونو د پروژوي دفتر عمومي مشر نیکولاس جورج وايي چې هلمند کې یې د څه باندې ۱۴میلیونه افغانیو په لګښت ۵۰۰ پروژې پیل کړي چې ځینې بشپړې او ځینې یې تر کار لاندې دي.

نوموړي دغه څرګندونې «سه‌شنبه، سلواغې درېیمه» هلمند کې د یاد ولایت والي سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

د طبي شورا رییس: د ډېری پوهنتونونو طب پوهنځي پر معیار برابر نه‌دي

د افغانستان طبي شورا مسوولان وايي چې هېواد کې د ځینو پوهنتونونو طب پوهنځي پر معیار برابر نه‌دي چې له امله خلک د افغانستان پر طبابت بې‌باوره شوې دي.

‌ د افغانستان طبي شورا رییس ګل‌محمد عثمان دغه څرګندونې «سه‌شنبه، سلواغې درېیمه» کندهار کې د طبي شورا پرانېستلو په اړه جوړې شوې غونډه کې کړې دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ دروازې له یوولس ورځو تړل کېدو وروسته پرانېستل شوې

پاکستاني ځواکونو د تېرې میاشتې په ۲۳مه نېټه د تورخم دروازه د باروړونکو موټرو پر مخ وتړله ځکه وتړله چې د افغان باروړونکو موټرو چلوونکو پاسپورټونه او د دغه هېواد ویزې نه لرلې. د ا.ا سرپرست حکومت هم ورته پرېکړه وکړه او د پاکستان د باروړونکو موټرو پر چلوونکو يې د پاسپورټ او ویزې شرط کېښود.

روسیه نږدې راتلونکې کې د افغانستان په تړاو څلور اړخیزه ناسته جوړوي

تاس خبري اژانس نن «سه‌‌شنبه، سلواغې درېیمه» په یوه راپور کې ویلي چې روسیه به د روانې جنورۍ میاشتې تر پایه د افغانستان په اړه یوه څلور اړخیزه غونډه جوړه کړي.

تاس خبري اژانس دغه راپور کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله ویلي، دغه غونډه کې به د افغانستان د ټول‌ګډونه حکومت جوړولو، ترهګرۍ سره پر مبارزې او د مخدره توکو د قاچاق پر مخنیوي بحث او خبرې وشي.