د ملګروملتونو د پروژوي دفتر عمومي مشر نیکولاس جورج وايي چې هلمند کې یې د څه باندې ۱۴میلیونه ډالرو په لګښت ۵۰۰ پروژې پیل کړي چې ځینې بشپړې او ځینې یې تر کار لاندې دي.
نوموړي دغه څرګندونې «سهشنبه، سلواغې درېیمه» هلمند کې د یاد ولایت والي سره د لیدنې پر مهال کړې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «هلمند نهرسراج، ناوې او نادعلي ولسوالیو کې زموږ د ټولنې لهخوا۵۰۰ پروژې په کار اچول شوي چي د ویالو پاک کارۍ، استنادي او محافظتي دېوالونو، واټرګېټونو او پلچکونه پهکې شامل دي. تر دامهاله یې ۳۰۰ پروژې بشپړې شوي او ۲۰۰ یې تر کار لاندې دي.»
د ملګروملتونو د پروژوي دفتر عمومي مشر نیکولاس جورج په وینا، پر دې پروژو ۱۴ میلیونه او پنځهسوه زره ډالره لګښت راځي چې ۳۰۰۰۰ کسانو ته پهکې د کار زمینه هم برابره شوي.
بلخوا د هلمند والي عبدالرحمن کندوزي د یادې لیدنې پرمهال هیله وښوده چې یادې مرستې به هغو ځایونو کې ولګول شي اړتیا یې وي.
نوموړي د ملګروملتونو د پروژوي دفتر عمومي مشر او مل پلاوي ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
هغه وویل: «موږ ستاسو له عامالمنفعه خدماتو څخه منندوی یوو. دا د خلکو د هوساینې او اړتیاوو پورهکولو برخه کي ښه ګام دی. موږ د بهرنیو بنسټونو څخه هم مننه کوو چي د افغانستان خلکو سره د همکارۍ په موخه پنډ رالېږي، څو د اړوند لارو یې د خلکو د احتیاجاتو په رفعهکولو کې وکارول شي.»
هلمند کې داسې مهال دغه ۵۰۰ پروژې بشپړې او د ځینو یې چارې روانې دي چې لاهم د دغه ولایت لرې پرتې ولسوالي بېلابېلو پراختیايي او زېربنايي پروژو ته اړتیا لري.