Asset 1SWN

هلمند کې د پرې شونډو ۶۷ ماشومانو درملنه وشوه

هلمند-ماشومان

د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چ  د دې ولایت په فاطمه بیات روغتون کې د تېرو پنځو ورځو پرمهال د پرې شونډو او تالو «موروثي» ۶۷ ماشومانو پلاسټیکي جراحي عملیات شوې دي.

د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سعید سلام‌وطندار ته وویل چې دغه ماشومان له ترکیې څخه د هلمند مرکز لښکرګاه فاطمه بیات روغتون ته د راغلي یوه متخصص افغان ډاکټر له لوري په وړیا توګه شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، له ترکیې څخه د راغلي پلاستیکي جراحي متخصص ډاکټر عبدالغفار غیور له لوري تر دې دمه ۶۷ ماشومان چې پرې شونډې او تالو نښتو لري، پلاستیکي جراحي عملیاتونه شوي دي.

سعید زیاتوي  یادو عملیاتو ته د ټولو روغتیایي اسانتیاوو لکه، درمل  او  طبي تجهیزات د هلمند د عامې روغتیا ریاست، خصوصي روغتونونو او موسسو له‌خوا برابر شوي چي دم ګړۍ په عملیاتو کې کارېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د ډاکټر سیداحمد سعید د معلوماتو له مخې له ترکیې څخه راغلی متخصص ډاکټر عبدالغفار غیور به څو ورځې نورهم فاطمه بیات روغتون کي د ناروغانو لپاره پلاستیکي جراحي عملیاتونه په وړیا ډول وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام