Asset 1SWN

سلام وطندار

هر کال ۲۵۰۰۰ افغانان د یوې سترګې لید له لاسه ورکوي

چشم-2-qdui12o9tg7lxp6yvufudva6b6unvucy6x2s6lom88

د عامې روغتیا وزارت مسوولانو نن (د تلې میاشتې دوه‌ویشتمه، د شنبې ورځ) چې د اکټوبر له څوارلسمې سره برابره ده، د سترګو «د لید نړیواله ورځ» ونمانځله.

د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو وړاندې کولو رییس حبیب‌الله اخوندزاده په دې غونډه کې وویل چې هر کال په منځنۍ توګه د بېلابېلو ناروغیو او طبیعي پېښو له امله ۲۵۰۰۰ افغانان د خپلې یوې سترګې لید له لاسه ورکوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د نوموړي په خبره، د دغه شمېر کسانو له ډلې ۸۰ سلنه یې کولای شي چې د منظمې درملنې له لارې د خپلې سترګې لید بېرته ترلاسه کړي. هغه زیاتوي: «۲۵۰۰۰ کسان د بېلابېلو لاملونو، ناروغیو او زیان رسېدو له امله د یوې سترګې لید له لاسه ورکوي چې ۸۰ سلنه هغه یې د درملنې وړ دي. د سترګې پرده، د A ویټامین کمښت، طبیعي پېښې، د سترګې تورو اوبو ناروغي او ډاکټر ته ناوخته ورتګ یې لاملونه دي.»

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیله تر اوسه یې په میدان وردګ، روزګان، بدخشان، پکتیکا، کونړ، غور او خوست ولایتونو کې د شاوخوا ۳۰۰۰۰ هغو کسانو درملنه کړې چې د سترګو پر ناروغیو اخته وو.

په ورته وخت کې د کابل ښار د نور د سترګو تخصصي روغتون رییس ظاهرګل ځدران وايي، د سترګو د روغتیا په برخه کې د متخصصانو له کمښت سره مخامخ دي. هغه د عامې روغتیا وزارت له مسوولانو وغوښتل چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د روغتیاپالانو په باور، د عمر ډېروالی، د سېکرټو څښول، د وزن ډېروالی، د وینې لوړ فشار او په بدن کې د ويټامین کموالی هغه لاملونه دي چې د انسان د سترګو پر لید مستقیم اغېز کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په عامې روغتیا وزارت کې د سترګو د روغتیا او پالنې همغږۍ آمر ډاکټر اغامحمد عابد وايي، د سترګو ناروغیو د مخنیوي لپاره باید خلک په خپل‎‌ سر هر ډول درمل ونه کاروي. نوموړی زیاتوي: «خلک باید په خپل سر درمل چې د سترګې د تورو اوبو ناروغي لامل کېږي، ونه کاروي. هغه ماشومان چې د زېږون پر مهال د سترګو د لید ستونزې سره مخامخېږي، مور او پلار یې باید ژرترژره ډاکټر ته ورولي؛ ځکه د درملنې وړ دی.»

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، اوس په ټول هېواد کې شپږلکه کسانو په بشپړه توګه د سترګو لید له لاسه ورکړی یا یې هم نیمايي لید بایللی او پنځه لکه نور بیا د سترګو پر بېلابېلو ناروغیو اخته دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام