Asset 1SWN

د پوهنې وزارت سرپرست: دیني او عصري زده‌کړې د کیفیت له پلوه کمزورې دي

afghanistan_photo

د پوهنې وزارت سرپرست حبیب‌الله اغا وايي چې هېواد کې د پوهنې وضعیت اندېښمنونکی دی او دیني او عصري زده‌کړې د کیفیت له پلوه کمزورې دي.

نوموړي دغه څرګندونې نن «چهارشنبه، سلواغې څلورمه» کابل کې د «تحصیلي بنسټونو د ښه‌والي» تر نوم لاندې جوړه شوي دوه ورځنی کنفرانس کې وکړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه دغه کنفرانس کې د هېواد د تعليمي وضعيت پر ښه‌والي د ټينګار ترڅنګ وویل چې تر شپږم ټولګي ښوونیز  نصاب بشپړ شوی او تر هغه پورته ټولګیو د تعليمي نصاب د بدلون لپاره کار روان دى.

نوموړي وویل: «موږ په دواړو برخو، دیني او عصري زده‌کړو کې کمزورتیا وې احساسوو او په تکرار یې وایو چې زموږ د معلوماتو له مخې، هېواد کې هم عصري او دیني زده‌کړې کمزورې دي.»

د پوهنې وزارت سرپرست وايي، دغه وزارت د ا.ا له واکمنۍ وروسته د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۹۷۲ ښوونځیو لپاره پر معیاري ډول ودانۍ جوړې کړې دي.

بل‌خوا د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي، په دې کنفرانس کې د کورنیو څېړونکو چې د ښوونځیو او پوهنتونونو استادان هم په‌کې شامل دي، ۱۸۲ مقالې ترتیب کړې چې په‌کې د ښوونیز او تحصیلي نظام ستونزې په ګوته شوې او د حل لارې یې هم  ښودل شوي دي.

د دغه وزارت سرپرست ندامحمد ندیم وايي، پوهنې وزارت هېواد کې د علمي بنسټونو اساس دی او په وینا یې، باید ښه‌والي ته یې پام وشي. «ټول نظام مکلفیت لري چې د یاد وزارت ستونزو ته پام وکړي او د وضعیت ښه‌والي لپاره یې ګامونه واخلي.»

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، د ا.ا بهرنۍ پالیسي په اقتصاد پورې تړلې او سرپرست حکومت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی. د نوموړي په وینا، سرپرست حکومت هڅه کوي هېواد کې د ښوونیز نظام ستونزې هوارې کړي.

نوموړي وویل: «موږ او تاسو باید له دې وروسته کار وکړو چې ښوونیز او تحصیلي نظام په نړیواله کچه جوړ کړو، څو یو معیاري ښوونیز نظام ولرو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

ملګروملتونو په ۲۰۱۸ کال کې د یاد سازمان د عمومي غونډې پر مهال د جنورۍ میاشتې ۲۴مه نېټه د زده‌کړې نړیوالې ورځې په توګه ونوموله.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام