د افغانستان طبي شورا مسوولان وايي چې هېواد کې د ځینو پوهنتونونو طب پوهنځي پر معیار برابر نهدي چې له امله خلک د افغانستان پر طبابت بېباوره شوې دي.
د افغانستان طبي شورا رییس ګلمحمد عثمان دغه څرګندونې «سهشنبه، سلواغې درېیمه» کندهار کې د طبي شورا پرانېستلو په اړه جوړې شوې غونډه کې کړې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاته کړه، یوشمېر پوهنتونونه پر معیار برابر او ښه زدهکړیالان روزي، خو په وینا یې، ځینې نور بیا د طب معیاري زدهکړې نهلري چې له امله یې افغانان پر طبابت بېباوره کړې دي.
د افغانستان طبي شورا رییس ګلمحمد عثمان ټينګار وکړ چې تېرو شلو کلونو کې د روغتیا سکټور د افغانانو په ګټه نهو او لومړیتوبونو ته نهدي کتل شوي.
نوموړي وویل: «په میلیونونو ډالر افغانستان ته راغله، خو یو معیاري شفاخانه او معیاري پوهنتونونه یې نهدي جوړ کړي. همداسي دوی اعلان وکی چې شخصي پوهنتونو ته اجازه ورکوو، خو هېڅ لایحه او طرزالعمل موجود نهوو. هر وزیر، والي او مافیا پوهنتونونه جوړ کړل. دا پوهنتونونه غیرعلمي خلکو جوړ کړل. دا پوهنتونونه نه د هېواد پر معیار برابر وه نه د نړۍ.»
کندهار کي د یوشمېر پوهنتونونو استازي غوښتنه کوي چې روغتیا وزارت د پوهنتونونو او روغتیايي مرکزونو ارزونه وکړي او پایلې یې دې په ډاګه کړي.
کندهار کې د ملالۍ پوهنتون د طب پو هنځي رییس ډاکتر احمدشاه عمر وویل: «دوی چې دولتي او خصوصي شفاخانو او پوهنتونونو نظارت او ارزیابي چي کوي، د صحت عامې وزارت سر په ګډه هر کال دې درجهبندي اعلان کړي چې په ټول افغانستان کې کوم خصوصي روغتون اوله درجه شو، هغه معیارونه چې د افغانستان د صحت عامې وزارت ورته ټاکلي، ایا هغه معیارونه یې پوره کړي کهنه.»
کندهار کې د ډاکترانو ټولنې مشر ډاکتر اللهنور سباوون وايي چې تېر ته په پرتله نورو هېوادونو ته د درملنې لپاره د افغانانو تګ کم شوی او په وینا یې، لا هم د کندهار لس سلنه ناروغان نورو هېوادونو ته د درملنې لپاره سفر کوي.
هغه وویل: «د تېر جمهوریت وخت کې ۵۰سلنه ناروغان پاکستان ته تلل چې غټه وجه یې دا وه چې ناامني وه او د ولسوالیو لارې بندې وې، خو اوس دغه کچه دغه ۱۰سلنه ته راټیټه شوې. بیا هم هغه کسان چې په داخل کې پر ډاکترانو بېباوره دي، غټه وجه یې دا ده چې په ولسوالیو کې ډېری کسان مسلکي نهدي او بغیر د جواز څخه فعالیت کوي. موږ د دولت څخه غوښتنه کوو چې د دغو کسانو علمي جوازونه بررسي او کار ځایونه یې وتړي.»
د معلوماتو پر بنسټ افغانستان کې ۱۶ دولتي پوهنتونونو ترڅنګ ۴۸ خصوصي پوهنتونونه هم فعالیت لري.