د لوګر سیندیزې حوزې ریاست چارواکي وایي، د دغه ولایت په مرکز پلعلم او څلور ولسوالیو کې د ۱۷میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي، اووه چکډېمونه ګټېاخیستنې ته وسپارل شول.
د لوګر د سیندیزې حوزې ریاست مطبوعاتي مسوول انجینیر فضلالرحمن عمرزي سلاموطندار ته وویل، دغه چکډېمونه د اوبو او برښنا وزارت له لوري په مرکز پلعلم، برهکي برک، خوښۍ، څرخ او خروار ولسوالیو کې د درېوو میاشتو په ترڅ کې جوړ او ګټېاخیستنې ته وسپارل شول.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه چې یاد چکډېمونه د ۶۰ زره متره مکعبه اوبو ذخېرهکېدو ظرفیت لري او په پام کې ده چې ورته دوه چکډېمونه په ازرې او محمداغې ولسوالیو کې هم جوړ شي.
عمرزي وویل: «پرانېستل شوي چکډمونه د ولسي خلکو په وړاندیز د اوبو او برېښنا وزارت په مالي لګښت جوړ شوي دي چې اساسي موخه یې د سېلابونو مخنیوی، د ځمکې لاندې اوبو سطحې لوړېدل او همدارنګه وزګارو کسانو ته په خپلو سیمو کې د کارکولو زمینې برابرول دي.»
د لوګر اوسېدونکي هم خوښ دي چې د اوبو او برېښنا وزارت له لوري تازه په مرکز پلعلم او یوشمېر ولسوالیو کې اووه چکډېمونه پرانېستل شوي دي.
باید وویل شی چې دوه اوونۍ وړاندې هم د اوبو او برښنا وزارت له لوري د محمداغې ولسوالي د «سرخاب» اوبو بند د بیارغونې چارې پیل شوې چې یاد بند به د شاوخوا ۱۱میلیونه افغانیو په مالي لګښت په پنځه میاشتو کې جوړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.