غزه کې د یوې ورځې پر مهال ۲۴ اسراییلي ځواکونه وژل شوي
د اسراییلو پوځ وايي چې غزه کې یې له حماس ډلې سره په نښته کې د یوې ورځې پر مهال ۲۴ سرتیري وژل شوي دي.
اسراییلو دغه مرګژوبله غزه کې له جګړې راهیسې تر ټولو لویه هغه بللې ده.
د اسراییلو پوځ وايي چې غزه کې یې له حماس ډلې سره په نښته کې د یوې ورځې پر مهال ۲۴ سرتیري وژل شوي دي.
اسراییلو دغه مرګژوبله غزه کې له جګړې راهیسې تر ټولو لویه هغه بللې ده.
د افغانستان بانک وايي چې سبا چهارشنبه «سلواغې درېیمه» به «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.
د افغانستان بانک نن (سهشنبه، د سلواغې درېیمه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به د روانې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.
د پکتيا سوداګرۍ خونې مسوولان وايي چې د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالي کې پاکستان سره پر ډیورنډ کرښه د خرلاڅي دروازه د ټرانزیټ پر مخ بېرته پرانېستل شوه.
د پکتيا د سوداګرۍ خونې مسوول حسيبالله ګردېزی وايي، د خرلاڅي دروازه د هر ډول باروړونکو موټرو د تګراتګ پر مخ پرانېستل شوې او دواړو لوریو ته ولاړ موټر اوس تګراتګ کولای شي.
د روزګان په مرکز ترینکوټ او شپږو ولسوالیو کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د سېلابونو مخنیوي او د اوبو زېرمې لپاره اووه چکډېمونه جوړېږي.
د روزګان والي محمدعلي جان احمد د یاد ولایت چنارتو ولسوالي کې د دې چکډېمونو له ډلې د یوه چکډېم د بنسټ ډبره کېښودله.
هرات کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت د انجیل ولسوالي په یوشمېر کلیو کې یې ۱۴۰ جوړ شوي کورونه، زلزلهځپلیو ته سپارلې دي.
دغه کورونه د انجیل په میرقنات، خواجه شهاب، عليمنصور، کالار او هوا دشت کلیو کې جوړ شوې دي. د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس او زلزلهځپلیو ته د رسېدنې کمېټې ویاند احمدالله متقي وايي چې دغه کورونه څه باندې یوې میاشت کې رغول شوي او ۲۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
د عامې روغتیا وزارت د ازموینو ملي ادارې سره په همغږۍ د طب زدهکړیالانو لپاره د تخصصي زدهکړو ملي ازموینه د یوشمېر نجونو په ګډون نن په کابل کې واخیستل شوه.
د دغه وزارت چارواکو د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې په دې دوره کې ۶۲۲۰ زدهکړیالانو برخه اخیستې وه چې ۱۲۰۰ یې نجونې وې.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا لیکلي چې د دغه هېواد د قضاییه قوې مرستیال کابل ته د سفر پرمهال د سرپرست حکومت چارواکو سره هوکړه کړې چې پر شرایطو برابر زندانیان به افغانستان ته ولېږدول شي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وایی، د ملي موزیم څخه یوشمېر لرغونپوهان راغلي او دغلته یې د پخوانیو لرغونو اثارو د ترمیم چارې پيل کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفېعالله صمیم وویل، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوشمېر لرغونپوهانو ته دنده سپارلې، څو د یاد ولایت محلي موزیم لسګونه قلمه ویجاړ شوي لرغونې اثار ترمیم او ثبت کړي.
د غور ولایتي روغتون کې د خوارځواکۍ ناروغانو ته د ځانګړې پاملرنې څانګه له هغو ماشومانو ډکه ده چې د دې ولایت له مرکز فیروزکوه ښار او ولسوالیو څخه دغه روغتون ته راوړل شوي دي.
زهرا او زینب هغه دوه مېندې دي چې شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې یې خپل ماشومان د غور ولایتي روغتون ته د درملنې لپاره راوړي.
کندهار کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالي کې یې په یوولس میلیونه افغانیو د «زرغونې انا» د مقبرې د بیارغونې چارې پیل کړې.
دغه مقبره به د راتلونکو دوو میاشتو پر مهال ورغول شي او چارې به یې د تخنیکي انجینیرانو لهخوا پرمخ یوړل شي. دغه مقبره د یادې ولسوالي په کوهک لي کې شتون لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخوا وايي چې سرپرست حکومت تل هڅه کوي، څو هېواد کې ځوانانو ته د کار زمينې برابري کړي.
نوموړي دغه څرګندونې «یکشنبه، سلواغې لومړۍ» د هلمند مرکز لښکرګاه کې د انګلیسي او کمپیوټ څخه د ۳۵۰ ځوانانو د فراغت په اړه جوړه شوې یوې غونډه کې کړې دي.
د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي په روان کال کې یې په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې شاوخوا ۱۱۰۰ نوي ښوونکي پر دندو ګومارلي دي.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب سلاموطندار ته وویل، په ګومارل شویو ښوونکو کې ۹۵۰ نارینه ښوونکي او ۱۵۰ ښځینه ښوونکې شامل دي چې ۷۱۸ یې په دیني مدرسو او ۳۱۹ نور یې په ښوونځیو کې ټاکل شوي دي.
د ایران د قضایه قوې د نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریبابادي په مشري د دغه هېواد د قضاییه قوې یوه پلاوي د شنبې په ورځ کابل ته سفر کړی او دلته یې د ا.ا له چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په حقوقي او قضايي همکاریو، د افغان کډوالو او له ایران څخه د افغان بندیانو پر لېږد خبرې اترې کړې دي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وايي چې د ا.ا مشر هبتالله اخندزاده د فرمان پر بنسټ د دولتي شرکتونو د تنظیم لپاره خپلواکه اداره جوړېږي.
د دولتي شرکتونو د مشرتابه پلاوي غړي وايي، د دولتي شرکتونو د تنظیم لپاره د خپلواکې ادارې جوړول به د سالمې سیالۍ زمینه برابره او د احتکار مخنیوی وکړي. نوموړي دغه څرګندونې نن «یکشنبه، سلواغې لومړۍ» کابل کې په دې اړه جوړې شوې یوې غونډې ته کړې دي.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وایي، د فوتسال فدراسیون له لوري په مرکز پلعلم کې د ۲۶ غوره لوبډلو ترمنځ د «ژمي جام» په نوم سیالي پيل شوې.
د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت امر انجینیر مزمل نعیمزي سلاموطندار ته وویل، د فوتسال دغه سیالي د مرکز پلعلم په «لودین جمنازیم» کې پيل شوې چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د افغانستان بانک وايي چې د روانې اوونۍ دوشنبې پر ورځ «سلواغې دویمه» به «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.
د افغانستان بانک نن (یکشنبه، د سلواغې لومړۍ) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون