Asset 1SWN

غور کې د نهو میاشتو پر مهال ۲۲ ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي

Malnutrition and COVID-19 update

د غور ولایتي روغتون کې د خوارځواکۍ ناروغانو ته د ځانګړې پاملرنې څانګه له هغو ماشومانو ډکه ده چې د دې ولایت له مرکز فیروزکوه ښار او ولسوالیو څخه دغه روغتون ته راوړل شوي دي.

زهرا او زینب هغه دوه مېندې دي چې شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې یې خپل ماشومان د غور ولایتي روغتون ته د درملنې لپاره راوړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی سلام وطندار ته وویل، ماشومان یې د بې‌وزلۍ او بد اقتصادي وضعیت له امله پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.

زهرا وویل: «ماشوم مې ډېر کمزوری دی. کله چې دلته راغلو او وې‌لیدل چې وضعیت یې ډېر خراب دی، بیا بستر کړ او پنځه شپې کېږي چې بستر دی. اشتها یې نه‌وه، ځکه یې بستر کړ.»

په ورته مهال زینب وویل چې سیمه کې یې ډاکټر نشته او ماشومان یې ناروغ دی. «ماشوم مې ډېر کمزوری دی او ناروغ دی. سیمه کې مو ډاکټر نشته چې خپل ماشوم ډاکټر ته بوځوو، کلینیک نه‌لرو، کلي کې مو وچکالي ده. دلته مې راوړ ویل یې پر خوارځواکۍ اخته دی.»

غور کې یوشمېر ډاکتران هم وايي، بې‌وزلي، د مور شېدو په اړه د کورنیو نه پوهاوی او د شري او اسهال په څېر د ځینو ناروغيو خپرېدل، لامل شوي چې ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شي.

د غور د ولایتي روغتون د ماشومانو د ناروغیو متخصص محمد موسی الفت وویل: «هغه ناروغان چې پر خوارځواکۍ اخته دي، یوازې دا ناروغي نه‌ده، بلکې ډېر اختلالات لري، د معدې اختلالات، تنفسي اختلالات، نور اختلالات یا هغه ناروغان چې پر شري ناروغي اخته دي، بیا داسې وضعیت کې مراجعه کوي چې شدیده وي. د لوست او د عامه پوهاوي کچه ټيټه ده او وروستۍ مرحله کې مراجعه کوي.»

بل‌خوا د غور د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي، د روان کال په نهو  میاشتو کې یوازې د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې په خوارځواکۍ اخته ۲۲ ماشومان مړه شوي او تر ۷۰۰ ډېر نور ماشومان چې په خوارځواکۍ اخته وو، دغه روغتون ته ور وړل شوي.

د غور د عامې روغتیا مرستیال عبدالاحمد نوري سلام‌وطندار ته وویل: «تېرو نهو میاشتو کې ۷۶۹ کسان بستر شوي، له بده‌مرغه له ډلې یې ۲۲ کسان مړه، خو تېر کال مو ۶۹۰ کسان بستر درلودل او ټول کال مو ۲۰ کسه مړینه لرله. دې شمېرو ته په پام تېرکال ته په کتو د خوارځواکۍ پېښې پر لوړېدو دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د غور د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي، څه باندې یو کال کېږي چې دغه روغتون کې د خوارځواکه ماشومانو د ځانګړې پاملرنې څانګه د یوې بهرنۍ ادارې له خوا تمویلیږي او هڅه کوي چې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د دې ناروغۍ د لا خپریدو مخه ونیسي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام