Asset 1SWN

د عدلیې وزارت: ایران دې دغه هېواد کې د افغان بندیانو د اعدام مخه ونیسي

PA-49544470.2e16d0ba.fill-1200x630

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا لیکلي چې د دغه هېواد د قضاییه قوې مرستیال کابل ته د سفر پرمهال د سرپرست حکومت چارواکو سره هوکړه کړې چې پر شرایطو برابر زندانیان به افغانستان ته ولېږدول شي.

د دې ترڅنګ، د ایران د عدلیې وزارت د نړیوالو چارو مرستیال عسکر جلالیان هم تېره ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي، افغانستان ته د زندانیانو لېږد لپاره د هغوی رضایت اساسي شرط دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه ټینګار کړی چې دامهال د ایران زندانونو کې ۶زره او ۶۲۰ افغانان بندیان دي. «تر هغه پورې چې افغان زندانیانو خپل هېواد ته د لېږدولو په موخه په کتبي ډول لېوالتیا نه وي څرګنده کړي، د هغوی لېږد لپاره ګام نه پورته کیږي.»

د افغانستان د عدلیې وزارت مسوولانو د ایران د قضاييه قوې چارواکو سره لیدنه کې له هغوی غوښتي چې یاد هېواد کې د افغان زندانیانو وضعیت ته لا ډېر پام او رسېدنه وکړي.

د عدلیې وزارت ویاند برکت‌الله رسولي ویلي، ایراني پلاوي څخه همدارنګه غوښتل شوي چې ایران کې د افغان زندانیانو د اعدام مخه ونیسي. هغه وویل: «د عدلیې وزارت مسلکي معین عبدالکریم حیدر له ایراني چارواکو سره لیدنه کې دغه هېواد کې د افغان زندانیانو حقونو ته د رسېدنې غوښتنه کړې او ټينګار یې کړی چې د افغان بندیانو د اعدام مخه دې ونیول شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د ایران د بشري حقونو سازمان د شمېرو پر بنسټ، د روان کال پرمهال ایران کې شاوخوا لس افغان زندانیان اعدام شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام