Asset 1SWN

کندهار کې په ۱۱میلیونه افغانیو د «زرغونې انا» مقبره بیارغول کېږي

۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵

کندهار کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالي کې یې په یوولس میلیونه افغانیو د «زرغونې انا» د مقبرې د بیارغونې چارې پیل کړې.

دغه مقبره به د راتلونکو دوو میاشتو پر مهال ورغول شي او چارې به یې د تخنیکي انجینیرانو له‌خوا پرمخ یوړل شي. دغه مقبره د یادې ولسوالي په کوهک لي کې شتون لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د تاریخي ابداتو یوه انجینیر عبدالمنیر سلام‌وطندار ته وویل چې د یادې مقبرې پر جوړېدو به یوولس میلیونه افغانۍ لګښت راشي او په وینا یې، په هماغه پخوانۍ بڼه به بېرته ورغول شي.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت سرپرست خيرالله خیرخواه د یادې مقبرې د ترمیم د پیل پرمهال رسنیو ته وویل چې د تاریخي ابداتو ترمیم او بیارغونه یې په لومړي‌توبونو کې دي.

د نوموړي په وینا، چا ته به اجازه ورنه‌کړي چې تاریخي سیمې غصب او یا نوره استفاده ورڅخه وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

زرغونه انا د لوی احمدشاه بابا مـور او په خـټه الکـوزی وه. هغه د خپل وخت یوه پوهـه او هوښیاره مېرمن وه. نوموړې د احمدشاه بابا د یوې مشاورې په توګه مرسته کوله.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام