Asset 1SWN

خیرالله خیرخواه: ځوانانو ته به د کار زمینه برابره کړو

FizrTZGWIAEoHCx-scaled

 د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه وايي چې سرپرست حکومت تل هڅه کوي، څو هېواد کې ځوانانو ته د کار زمينې برابري کړي.

نوموړي دغه څرګندونې «یکشنبه، سلواغې لومړۍ» د هلمند مرکز لښکرګاه کې د انګلیسي او کمپیوټ څخه د ۳۵۰ ځوانانو د فراغت په اړه جوړه شوې یوې غونډه کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي دې فراغت‌غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې فارغ شوي ځوانان باید په کور پاتې نه‌شي او په وینا یې، د وړتیا له مخې پر دندو وګومارل شي او هېواد ته خدمت وکړي.

هغه وویل: «زه وایم انشاالله داسې دور راروان دی چې هېڅوک به بې‌دندو پاته نشي، تاسو چې کوم څه زده‌کړي، هغه به د دې وطن د خلکو په خدمت کې مصرفوئ.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست دغه ولایت کې د یوې بلې غونډې پر مهال د هلمند د تاریخي ابداتو د بیارغونې ژمنه هم وکړه.

نوموړي وویل: «زما ټوله هڅه دا ده چې او امید لرو چې سږکال موږ یا خپله بودیجه پیدا کړو یا د بل چا څخه څه پیدا کړو چې د بست کلا او اړونده تاریخي ابدې ورغوو .هلمند کې به نورې تاریخي ابدې ثبت هم شروع شي او پر هغو مهمو به یې کار کوو.»

د هلمند والي عبدالرحمن کندوزي هم په یاده جوړه شوې فراغت‌غونډه کې ځوان د هېواد ابادۍ او پرمختګ خورا مهم بشري ځواک یاد کړ.

نوموړي وویل: «د اسلامي امارت ټول مشران هڅه کوي چې ځوانان د علم په رڼا سمبال کړي، څو د هېواد ځوان قشر هم انجینر او هم ډیزاینروي  اود هېواد په جوړولو کې هغه سامان الات د افغانستان څخه واوسي، نه د بهرني هېوادونو څخه.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د هلمند والي په دې غونډه کې پر ځوانانو غږ وکړ چې هېواد کې پاتې شي او د بیارغولو لپاره یې هڅې ګړندۍ کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام