د افغانستان محلي سندرغاړی درمحمد کشمي ومړ
د در محمد کشمي خپلوان وايي چې نوموړی نن سهار د تخار مرکز تالقانو ښار حوزوي روغتون کې مړ شو. د ياد محلي سندرغاړي زوی ويلي چې پلار يې له څو ورځو راهيسې په روغتون کې بستري و.
د در محمد کشمي خپلوان وايي چې نوموړی نن سهار د تخار مرکز تالقانو ښار حوزوي روغتون کې مړ شو. د ياد محلي سندرغاړي زوی ويلي چې پلار يې له څو ورځو راهيسې په روغتون کې بستري و.
د بغلان امنيتي مسوولان وايي چې امنیتي ځواکونو د طالبانو داستخباراتو مرستيال او ۴ ملګري يې نيولي دي. د یاد ولايت د امنيې قومندانۍ وياند جاوېد بشارت ويلي، دا کسان تېره ورځ د بغلان مرکزي ولسوالۍ اړوندو سيمو کې نيول شوي دي.
د ناټو سرمنشي افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره ليدنه کې ويلي چې طالبان دې تاوتريخوالی کم کړي او پر خپلو ژمنو دې عمل وکړي.
افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، له طالبانو سره د ده او افغانستان کې د ناټو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموريت قومندان سکاټ مېلر په څو ناستو کې منلې چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې په موادو د عمل او پر ټولو ژمنو د درېدو اقدامات بايد له سره تنظیم شي.
د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما نن سهار پر ټوېټر ویلي، ټولې خواوې دې روانې نښتې او تاوتریخوالی ودروي او د جګړې سولهییز حل لپاره دې هڅې زیاتې کړي.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت مسوولان وايي چې په افغانستان کې ۱ ميليون ماشومان په نشهيي توکيو روږدي دي. د ياد وزارت سرپرست بشیر احمد تهینج وايي، له يادو ماشومانو ۵۰ سلنه يې نجونې دي. د کار او ټولنيزو چارو وزارت مسوولان په داسې حال کې د ماشومانو چې پر نشهيي توکيو روږدي دي،خبر ورکوی چې د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارین وايي، په تېرو ۶ مياشتو کې يې يو شمېر د نشهيي توکيو پرچون پلورونکي نيولي.
قطر کې د افغان دولت مرکهچي پلاوي او طالبانو تېره ورځ ماښام خپلو کې سره عمومي غونډه کړې. د دولت د مرکهچي پلاوي غړي نادر نادري ویلي، غونډه کې چې د دواړو پلاويو رییسانو معصوم ستانکزي او عبدالحکیم هم په کې ګډون درلود، پر اختلافي موضوعاتو بحث شوی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور هېواد کې د کرونا ویروس د بیا پراخېدو ادعا په مطرح کېدو سره هممهاله وايي، تر دې وروسته به دولتي ادارو او روغتونونو کې د ماسک اچول جبري وي.
داسې حال کې چې قطر کې د حکومت او طالبانو د مرکهچي پلاويو ترمنځ شاوخوا یوې میاشتې راهیسې بینالافغاني خبرې پیل شوي او لاهم د رسمي غونډو پر اجنډا او کړنلارې هوکړې ته نه دي رسېدلي.
د هرات ولايت د عامې روغتيا رياست وياند محمد رفیق شېرزی سلاموطندار ته وايي، له ښوونځيو د دوی د څار ټيم موندنې ښيي چې له ۴۰ نه تر ۵۰ سلنو پورې زدهکوونکي پر کرونا ويروس اخته شوي دي.
د فاریاب د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي، وسلهوال طالبان تېره شپه د ګرزيوان ولسوالۍ «افغانتپه» سیمه کې یوه کور ته ور اوښتي چې پلار او د هغه ځوان زوی یې وژلي دي.
ملي دفاع وزارت یوه اعلامیه کې وايي، تېره شپه د هلمند ناوې ولسوالۍ کې د هوايي ځواک دوو MI-17 چورلکو د تخنیکي ستونزو له کبله سقوط کړی چې په کې ۹ سپرلۍ یې وژل شوې دي.
سره له دې چې وړاندې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاويو ویلي وو، بینالافغاني خبرو کې به بهرنیان ونډه نه لري او افغان لوري به په خپله یوې پرېکړې ته رسېږي. خو اوس قطر کې د حکومت د مرکچي پلاوي یو غړی چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، امریکا او ځینو نورو هېوادونو داسې یو میکانیزم چمتو کړی چې که هوکړه پرې وشي، نو ځینې بهرنیان به بینالافغاني خبرو کې د دواړو مرکچي ډلو ترمنځ د تسهیل کوونکيو په نامه کار کوي.
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کميسيون له هغه څېړنيز راپور نه دوه ورځې وروسته چې د ښځې او صلاحيت لرونکې محکمې له حکم پرته يې د بکارت د پردې معاينات ترسره کېږي، اوس د بشر د حقونو د څار بنسټ هم غوښتي چې په افغانستان کې دې د بکارت پردې معاينات بند شي ځکه چې په خبره يې دا کار شرموونکی او سپکوونکی دی.
د باميانو سيمهييزه اداراه تاييدوي چې د دې ولايت د کشفي او استخباراتي راپورونو پر بنسټ ولسي جرګه کې د بامیانو پخوانی غړی عبدالرحمان شهیداني طالبانو سره يوځای شوی.
په هغه مکتوب کې چې رسنيو ته لېږل شوی راغلي چې د باميانو سيمهييزې ادارې ۱۳۹۹/۲۰/۷/۵۲۹ مکتوب نمبر کې دغه موضوع د سيمهييزو ارګانونو له خپلواکې ادارې سره شريکه کړې ده.
د افغان دولت او طالبانو د مرکهچي پلاوو تماس ډلو له اوږد ځنډ وروسته پر اختلافي مواردو خبرې کړي. د افغان دولت د مرکهچي پلاوي غړي نادر نادري پر ټویټر ویلي، د تماس ډلو غونډه تېر ماښام شوې چې په کې پر اختلافي مواردو جدي خبرې شوي او هوکړه شوې چې دغه غونډې به دوام کوي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون