Asset 1SWN

په دولتي ادارو او روغتونونو کې د ماسک اچول جبري شول

52978323_401

 

د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور هېواد کې د کرونا ویروس د بیا پراخېدو ادعا په مطرح کېدو سره هم‌مهاله وايي، تر دې وروسته به دولتي ادارو او روغتونونو کې د ماسک اچول جبري وي.

سمسور وویل چې دولتي ادارو کې د ماسک جبري کولو په تړاو د دغه وزارت وړاندیز د کابینې له خوا تصویب شوی او تر دې وروسته د دولتي ادارو کارکوونکي او مراجعین باید له ماسکه کار واخلي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند زیاته کړه چې د ۳۴ ولایتونو روغتیايي مسوولانو ته ویل شوي چې ټول باید له ماسکه کار واخلي او مراجعین هم چې روغتون ته مراجعه کوي، باید ماسک ولري.

نوموړي همدارنګه وویل، تېره یوه شپه او ورځ کې ۶۶ کسان تازه په کرونا ویروس اخته شوي او په دې توګه د ټولو اخته کسانو شمېر ۳۹ زره او ۹۹۴ ته لوړ شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام