Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې پر ۳۷۰۰ کروندګرو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره وېشل شوې

IMG-20240115-WA0007

د میدان‌وردګ د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د کرنې او خوړو نړیوال پروګرام/FAO له لوري د مرکز میدان‌ښار په ګډون په څلورو ولسوالیو کې پر شاوخوا ۳۷۰۰ کروندګرو د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه.

د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست له لوري سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په مرکز میدان‌ښار کې پر ۵۰۰ بې‌وزله کروندګرو، په سیداباد ولسوالي کې پر ۱۵۰۰بزګرانو، په چک ولسوالي کې پر ۹۰۰ بزګرانو او په مرکزي بهسودو ولسوالي کې پر ۸۰۰ کروندګرو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره وېشل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې هر کروندګر ته ۵۰ کېلو ګرامه غنم او ۵۰ کیلو ګرامه توره کیمیاوي سره ورکړل شوې

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

خبرپاڼه زیاتوي چي په پام کې ده ورته اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره د دغه ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم ووېشل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام