Asset 1SWN

سلام وطندار

میدان‌وردګ کې د پلاستیکي کڅوړو د تولید کارخونې په فعالیت پیل وکړ

میدان‌وردګ

د میدان‌وردګ په مرکز میدان‌ښار کې د شاوخوا نهه میلیونه افغانیو په مالي لګښت د پلاستیکي کڅوړو د تولید یوې کارخونې په فعالیت پيل وکړ.

 د یادې کارخونې مسوول شاه‌محمود عابد سلام‌وطندار ته وویل، دغه کارخونه د پلاستیکي موادو د سایکل کولو وړتیا لري او ورسره هغه پلاستیکي مواد چې چاپېریال یې ککړکړی، د بیا ځل لپاره کاروي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه زیاته کړه، په جوړې شوې کارخونه کې یې ۲۰۰ کسانو ته د کارکولو زمینه برابره کړې او هره ورځ شاوخوا ۵۰ کېلو ګرامه پلاستیکي کڅوړې تولیدوي.

بل‌خوا د میدان‌وردګ د صنعت او سوداګرۍ  رییس انجینیر محمد‌خان ځواک سلام‌وطندار  ته وايي، په دغه  ولایت کې د پانګوالو لپاره غوره فرصتونه شتون لري چې له امله یې سږ کال یوشمېر پانګوالو پر بېلابېلو برخو لکه، معدني اوبه، پاپړ، غوړي،کوټ‌بند، او کونجاړې تولیدي کارخونې جوړې کړې دي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هغه په پانګوالو غږ وکړ چې په میدان‌وردګ کې پانګونه وکړي او وزګارو کسانو ته د کارکولو زمینه برابره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام