Asset 1SWN

سلام وطندار

میدان‌وردګ کې پر څه باندې ۵۰۰ بې‌وزله کورنیو مرستې ووېشل شوې

IMG-20231207-WA0009

د میدان‌وردګ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وایي چې د کډوالۍ نړیوال سازمان/IOM له لوري دغه ولایت کې پر ۵۰۴ بې‌وزله او سېلاب‌ځپلیو کورنیو باندې نغدي او غیرخوراکي توکي وېشل شوې دي.

د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس فیض‌الله جلالي سلام‌وطندار ته ویلي چې هرې کورنۍ ته ۱۴۸۰۰ افغانۍ، درې تختې کمپلې او د ماشومانو ۱۸ قلمه البسه جامې ورکړل شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي زیاته کړه چې یاده مرسته سېلاب‌ځپلیو او بې‌وزله کورنیو ته ځانګړې شوې وه او په وینا یې، هڅه روانه ده چې ورته مرستې د میدان‌وردګ په پاتې ولسوالیو کې هم پر بې‌وزله خلکو ووېشل شي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د میدان‌وردګ بې‌وزله او سېلاب‌ځپلې کورنۍ هم خوښې دي چې د کډوالۍ نړیوال سازمان/IOM له لوري ورسره د نغدو پیسو او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه، خو ټینګار کوي چې دغه مرستې دې دوامداره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام