غزني کې پر «دوو کسانو» د قصاص حکم جاري شوی
د غزني محلي مسوولان وايي چې نن «پنجشنبه، کب درېیمه» دغه ولایت کې پر دوو کسانو د قصاص حکم جاري کړی دی.
دغه دوه کسان چې د غزني د اندړو ولسوالي او د میدانوردګ د لونهيي سیمې اوسېدونکي وو، دو کاله وړاندې د وژنې «قتل» په تور نیول شوي وو.
د چارواکو په وینا، د قصاص حکم د سرپرست حکومت د یوشمېر چارواکو او د غزني د سلګونه اوسېدونکو په شتون کې جاري شوی دی.