د افغانستان بانک سبا «۱۷» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې د سبا پنج‌شنبه «کب، لسمه» به «۱۷» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (چهارشنبه، د کب نهمه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا پنج‌شنبه «۱۷» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

لوګر کې په ۱۰میلیونه افغانیو ۳۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

د لوګر کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د یو‌شمېر نړیوالو بنسټونو په همکاري په مرکز پل‌علم او دوه ولسوالیو کې شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته د شپږو میاشتو لپاره د کار زمینه برابره شوه.

سوېلي کوریا کې د زېږون کچه ریګارډ ته ټيټه شوې

 سوېلي کوریا چې نړۍ کې د زېږون تر ټولو ټیټه کچه لري، په ۲۰۲۳ کال کې ریکارډ کچې ته ټيټه شوې.

یاد هېواد کې مېرمنې د خپل مسلک پرمختګ او د ماشومانو د لویولو لګښت له‌ کبله ډېری وخت دا پرېکړه کوي چې ماشومان په ځنډ وزېږوي او یا هم هېڅ ماشوم ونه‌لري.

له پکتیا د اتو میاشتو پرمهال بهر ته د ۷۱میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي

د پکتیا محلي مسوولان وایي چې د تېرو اتو میاشتو پر مهال له دغه ولایت څخه له هېواده بهر د ۷۱ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي دي.

د پکتیا د صنعت او سوداګرۍ رییس محمدعظیم عظیمي وايي، په صادراتو کې یې په لومړي ځل کاغذ د منځنۍ اسیا هېوادونو او جلغوزي ایټالیا ته صادر کړي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت: ډېر ژر به افغانستان کې د «ټاپي پروژې» چارې پیل شي

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولان وايي چې نږدې راتلونکې کې به د ترکمنستان په همکاري هېواد کې د ټاپي پروژې عملي چارې پیل کړي.

د یاد وزارت مسوولان دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د امیرخان متقي په مشري یو پلاوی چې د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي هم په‌کې ګډون لري، د ترکمنستان په بلنه دغه هېواد ته تللي دي.

د روزګان د لروپرتو سیمو ۷۰سلنه ماشومان زده‌کړو ته لاسرسی نه‌لري

د یاد ولایت والي، محمدعلي جان احمد چې تازه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو، اقوامو او قبایلو د هماهنګۍ مرستیال په توګه ټاکل شوی، دغه ولایت کې یوې غونډې ته وویل: هڅه کوي د روزګان لرې‌پرتو سیمو کې ښوونیز مرکزونه زیات کړي، څو ماشومان له زدکړو بې‌برخې پاتې نه‌شي.

د کابل-بامیان لویه لاره د دویمې ورځې لپاره هم د ټرافیک پرمخ تړلې

د میدان‌وردګ چارواکي وایي چې د تېرو دو ورځو راهیسې د کابل-بامیان لویه لاره د «اونۍ کوتل» په سیمه کې د زیاتې واورې اورښت او توپان له امله د ټرافیکو پرمخ تړلې شوې.

د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست رییس فیض‌الله جلالي سلام‌وطندار ته وویل، دغه لویه لاره د دو ورځو راهیسې د جلرېز ولسوالي په اونۍ کوتل سیمه کې د هر ډول موټرو د تګ‌راتګ پرمخ تړل شوې.

غزني کې د چټک غبرګون یو سرتېری د سړې هوا له امله مړ شوی

د غزني امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د چټک غبرګون یو سرتېری د سړې هوا او ستړیا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

یاد سرتېری چې کاپیسا کې د چټک غبرګون قطعې غړی و، له غزني ښار څخه د دغه ولایت رشیدان ولسوالي ته پلی روان و چې د لارې په اوږدو کې یې د سړې هو او ستړیا له کبله مړ شوی دی.

د کورنيوچارو وزارت سرپرست: له دين د دفاع لاره کې هر ډول قرباني ته اماده يوو

د کورنیوچارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني وايي، له خپل دین څخه د دفاع په لاره کې هر ډول قرباني ته اماده دی. نوموړي دغه څرګندونې «دوشنبه، کب اوومه» خوست کې د حسن قرائت مراسمو کې د وینا پر مهال کړي. نوموړي وویل، د اسلام دين دفاع لپاره هر ډول قرباني ته چمتو دی او له دین څخه د دفاع لاره کې د هېچا لحاظ هم نه‌ساتي.

لوګر کې ۱۲۶۰نالوستو کسانو ته د سواد زده‌کړې پروګرام پيلېږي

 د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د یونېسکو په مالي ملاتړ د نوي ۱۴۰۳ ښوونیز کال په پیل کې څه باندې ۱۲سوه نالوستو کسانو ته د سواد زده‌کړې پروګرام پيلوي. د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار  ته وویل چې د سواد زده‌کړې دغه پروګرام په مرکز پل‌علم او ټولو ولسوالیو کې پیلېږي چې ۹میاشتې به دوام وکړي.

کابل کې یوشمېر ښځو د ځان او نورو لپاره کارموندنې ته مخه کړې

افغان ښځې سره له دې چې له سختو محدودیتونو سره مخامخ دي، خو بیا هم نه‌دي ماتې شوي او هڅه کوي چې خپلو موخو ته ځانونه ورسوي. که څه هم افغان ښځې اوس خپلو ډېرو بنسټیزو حقونو ته لاسرسی نه لري، زده‌کړو او کار ته نه پرېښودل کېږي، خو یوشمېر هغو یې په ټولنه کې د خپل فعالیت د دوام په موخه ځان ته بېلابېلې بوختیاوې پیدا کړې دي.

افغانستان کې د ناسالمو ماشومانو د زېږون کچه لوړه شوې

د پروان، کاپیسا او پنجشېر یوشمېر اوسېدونکي په دغو ولایتونو کې د ناسالمو ماشومانو د زېږون شمېر ډېروالي په اړه اندېښنه ښيي.
د کاپیسا د تګاب ولسوالي اوسېدونکی عبدالخلیل توحیدیار چې د یوه معلول ماشوم پلار دی وايي، مېرمن یې خپله وه او ښايي د ناسالم ماشوم د زېږون یو لامل همدا وي.

د لغمان مسوولان: د کوکنارو کښت ته اجازه نشته؛ کروندګر: ځکه مو کرلي چې ګټه کوي

که څه هم واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته، ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر کښت، پېر او پلور بندیز ولګول شو، خو بیا هم یوشمېر سیمو کې په سلګونه جریبه ځمکه کوکنار کرل شوي دي. د کروندګرو په وینا، دا چې نور کاروبار نه‌لري او که له کوکنارو پرته بل کښت وکړي، ان خپل کړی لګښت هم نهشي ‌پوره کولی.

د روزګان-کندهار لویه لاره د واورې اورښت له امله تړل شوې

د روزګان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت او کندهار ترمنځ غځېدلې لویه لاره د درنې واورې اورښت له کبله تړل شوې.

د روزګان امنیې قومنداني ویاند بلال روزګانی سلام‌وطندار ته وايي چې دغه لویه لاره د کندهار شاولي‌ کوټ ولسوالي کې د اورښتونو پر مهال بنده شوې ده.

د لوګر اوسېدونکي: روغتونونو کې دې د ښځينه قابلو شمېر زیات شي

د لوګر یوې اوسېدونکي ښایستې سلام‌وطندار ته وویل چې د پخوا په پرتله د دې ولایت مرکز پل‌علم او لرو پرتو سیمو کې د ښځینه قابلو فعالیت پراخ شوی چې ورسره د مور او ماشوم د مړینې کچه هم د پام وړ راښکته شوې. د دې په خبره، کومو روغتیايي مرکزونو کې چې ښځینه قابلې شته، د ښځینه ناروغانو ستونزې ورسره حل شوي یا ‌ډېرې راکمې شوي دي.