Asset 1SWN

د چین چانګان دولتي شرکت د «هومن هارېزونس» د پېرلو لټه کې دی

2023061209482195

د چین دولتي شرکت «چینک‌کنګ چانګان» د چین برښنايي موټرو د تولیدي شرکت «هومن هارېزونس» د پېرلو لپاره هڅې پیل کړي دي.

هومن هارېزونس شانګ‌های کې د «هایفې/ HIPHI» په نوم چې یوه برنډ دی، برښنايي موټر تولیدوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یګای ورځپاڼې د خپلې یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې د چانګان اجراییه رییس ژو او د هارېزونس مالک ډینګ په دې اړه له یوه بل سره کتلي هم دي.

هومن هارېزونس ۲۰۱۷ کال کې رامنځته شوی او وروسته له هغې یې په فبرورۍ کې د شپږو میاشتو لپاره د خپل فعالیت د ځنډېدو خبره وکړه چې سعودي عربستان دې شرکت کې د ۵.۶ ملیارډ ډالرو پانګونې څخه لاس په سر شو.

هومن هارېزونس په چین کې د برښنايي «هایفې/ HIPHI» موټرو درې ډوله تولیدوي چې بیه یې له ۳۳۹۰۰ تر ۸۰۰۰۰۰ یوانه ده.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

یاد شرکت د میاشتې شاوخوا ۱۰۰۰ موټره پلورلي او هغه کمپنۍ کې جوړېږي چې له دې وړاندې په ختځ جیانګ‌سو کې د کیا په نوم موټر په‌کې تولیدېدل.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام