Asset 1SWN

سوېلي کوریا کې د زېږون کچه ریګارډ ته ټيټه شوې

02douthat-videoSixteenByNine3000

 سوېلي کوریا چې نړۍ کې د زېږون تر ټولو ټیټه کچه لري، په ۲۰۲۳ کال کې ریکارډ کچې ته ټيټه شوې.

یاد هېواد کې مېرمنې د خپل مسلک پرمختګ او د ماشومانو د لویولو لګښت له‌ کبله ډېری وخت دا پرېکړه کوي چې ماشومان په ځنډ وزېږوي او یا هم هېڅ ماشوم ونه‌لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

رویټرز خبري اژانس «چهارشنبه، فبرورۍ ۲۸مه» په یوه راپور کې ویلي چې د سوېلي کوریا د نفوسو ناورین د اقتصادي ودې او ټولنیزې هوساینې سېسټم لپاره تر ټولو پر لوی ګواښ بدل شوی دی.

د راپور له مخې، ځکه دغه چاره به د روانې پېړۍ تر پایه د یاد هېواد ۵۱میلیونه نفوس، نیمايي ته راښکته کړي. سوېلي کوریا له دې وړاندې اټکل کړی و چې ۲۰۲۴ کال کې به د زېږون کچه ۰.۶۸ ته راښکته شي.

د یاد هېواد پلازمېنه سیول چې تر ټولو ډېر لګښت لري، تېر کال په‌کې د زېږون کچه ۰.۵۵ ته ټیټه شوې وه.

د راتلونکې اپرېل میاشتې ټاکنو په درشل کې د سوېلي کوریا مخکښ ګوندونه دې هوکړې ته رسېدلي چې د عامه هستوګنیزو کورونو جوړولو او زېږون ته د خلکو هڅولو لپاره به هڅې وکړي.

د رویټرز راپور له مخې، دغه هېواد کې د زېږون لپاره واده تر ټولو لومړی شرط دی، خو کوریا کې وادونه هم پرکمېدو دي.

د سوېلي کوریا د احصایې او معلوماتو ادارې یوه چارواکي، یوې خبري ناستې ته وویل: «داسې خلک شته چې وادونه نه‌کوي، خو دې ته فکر کوو، هغوی چې وادونه کړي، ولې نه‌غواړي چې اولاد ولري؟ زما په اند زموږ تمرکز به د زېږون پر زیاتوالي ورټول وي.»

د ټاکنیزو منډو تړلو او پر بېلبورډونو د نفوس په اړه د ګوندونو تمرکز د دې ښکارندوینه کوي چې یاد هېواد د زېږون د کمښت تر ټولو لوی ګواښ سره مخ دی.

سوېلي کوریا له ۲۰۰۶ کال راهیسې د زېږون ټیتې کچې بدلون لپاره ۲۷۰میلیارډ ډالر لګولي، خو هغه ډول چې ښکاري، نه‌یوازې د زېږون کچه لوړه شوې نه‌ده، بلکې نوره هم ټیټه روانه ده.

سوېلي کوریا سیمه کې یوازینی هېواد نه‌دی چې د وګړو کچه یې په چټکۍ زړښت لور ته روانه ده، د دغه هېواد ګاونډی جاپان هم وايي، ۲۰۲۳ کې د اتم پرله‌پسې کال لپاره د زېږون کچه خپل تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلې ده.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

۲۰۲۲ کال جاپان کې د زېږون کچه ۱.۲۶ او د چین بیا ۱.۰۹ ته رسېده چې تر ټولو ټيټه کچه ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام