د اوبو ضایعاتو مخنیوی؛ لوګر کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی
د لوګر د سیندېزې حوزې ریاست چارواکي وایي چې په مرکز پلعلم کې یې محلي چارواکو، قومي مشرانو او کروندګرو ته د اوبو د ضایعاتو مخنیوي په موخه عامه پوهاوی ورکړ.
د لوګر د سیندېزې حوزې ریاست چارواکي وایي چې په مرکز پلعلم کې یې محلي چارواکو، قومي مشرانو او کروندګرو ته د اوبو د ضایعاتو مخنیوي په موخه عامه پوهاوی ورکړ.
د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د دغه هېواد لوېدیځ کې د پوځي عملیاتو په یوه لویه اډه کې له پوځ سره د لیدنې پر مهال د جګړې لپاره د چمتووالي د ډېرېدو امر کړی دی.
د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس (KCNA) «پنجشنبه، مارچ اوومه» په خپل راپور کې د یادې پوځي اډې نوم او ځای نهدی په ډاګه کړی.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د چهارشنبې په ورځ د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پر مهال د سږني کال د ۱۰۰۰ فارغانو لپاره د کار موندلو خبر ورکړ.
د دې ادارې رییس غلامحيدر شهامت وايي، فارغان په بېلابېلو برخو کې روزل شوي چې په ټول هېواد کې به د دې ادارې په اړوند انسټېټیوټونو کې د ښوونکو په توګه وګومارل شي.
د «راه دانش» مسلکي زدهکړو او خیاطۍ مرکز مسوولانو نن په دغه مرکز کې هغو ۶۰ نجونو ته چې د تېر یوه کال پر مهال یې د خیاطۍ، څرمن ګنډلو، انځورګرۍ، خطاطۍ او ځینو نورو لاسي صنایعو په برخو کې زدهکړې کړې وې، د فراغت سندونه ورکړل.
ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې عمومي منشي سکندر مومني له افغانستان څخه ایران ته د نشهيي توکو د قاچاق زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د ایراني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، نوموړي ټینګار کړی چې په تېرو لسو میاشتو کې له افغانستان څخه د نشهیي توکو په قاچاق کې کموالی راغلی، خو برعکس له افغانستان څخه ایران ته د صنعتي نشهيي توکو په قاچاق کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
کندهار کې یو ښوونځی چې ۳۱۷ زره امریکايي ډالره لګښت پرې راغلی نن د کندهار ښار د نهمې ناحیې اړوند په میانکوه سیمو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کندهار د اقتصاد رییس عبدالسلام بریالي چې په دغو مراسمو کې یې ګډون کړی و، وویل چې پر یاد ښوونځي ۳۱۷ زره امریکايي ډالره لګښت راغلی او په نهو میاشتو کې د ۱۲۰ کسانو له لوري جوړ شوی دی.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر نظامیانو ته ویلي، د انسانتښتوونکو او هغو ډلو پر وړاندې جدي ګامونه واخلئ چې د خلکو ارامتیا او د ټولنې نظم او امنیت ګډوډوي.
نوموړي دا خبرې پرون د عبدالفهیم په نوم د هغه ماشوم په کور کې کړي چې څو ورځې وړاندې د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د هرات زلزلهځپلي لا هم تر خیمو لاندې اوسېږي او سختې شپې او ورځې تېروي.
دغه پروګرام نن پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي چې یاد زلزلهځپلي اوس د واورې توپان سره هم مخامخ دي.
د غزني د امنیې قومانداني ویاند خالد سرحدي سلاموطندار ته ویلي چې په دغه ولایت کې یوې ټرافیکي پېښې ۳۸ کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
د نوموړي په وینا، دا پېښه بېګاه شاوخوا اتهنیمې بجې د غزني د اندړو ولسوالي په ناني سیمه کې د یوه ۴۰۴ ډوله او یوه باروړونکي موټر د ټکر له امله شوې ده.
د خوست د کليو پراختيا او بيارغونې رييس عنايتالرحمن جلالي وايي، د دغه ولایت په یوشمېر سیمو کې په څه باندې ۱۳میلیونه افغانیو د اوبو
هرات کې پر «کاشیو» د خطاطۍ صنعت یوشمېر کاروباریان او خطاطان د یاد صنعت د بازار سوړوالي له امله شکایت کوي.
هرات کې پر کاشیو د خطاطۍ او حکاکۍ صنعت اوږده مخینه لري چې اوس، د دغه صنعت کاروباریان وايي، ملاتړ ته اړتیا لري.
۷۰کلن میراحمد صبري هروي چې څه باندې ۵۰کاله یې په دې صنعت کې کار کړی، وايي، هڅه کوي، څو پر کاشیو د خطاطۍ صنعت ژوندی وساتي.
روزګان کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت د دهراود او چهارچینو ولسوالیو ترمنځ د ۲۵کیلومتره سړک د جوړېدو چارې یې پیل کړي دي.
یاد سړک چې دغه دوه ولسوالي له یوه بل سره نښلوي، اوسېدونکو یې له دې وړاندې د لارې خرابوالي له امله شکایت کاوه.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت مسوولان وايي چې د افغانستان د وحشي ژویو چاپېریال ته باید پام وشي او د خوندي چاپېریال پر رامنځته کېدو یې ټينګار کړی دی.
دې سفارت د وحشي ژویو نړیوالې ورځې په تړاو، پر اېکسپاڼه لیکلي: «راځئ په ګډه د افغانستان طبیعي میراث خوندي کړو او ویې ساتو.»
د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره یا اترا وايي، تر دې دمه په ټول هېواد کې د پنځو مخابراتي شبکو لهخوا د وېشل شویو ۲۳ میلیونه سیمکارتونو له ډلې شپږنیم میلیونه یې د دې ادارې په لارښوونه ثبت شوي دي.
د اترا ادارې ویاند جلالالدین شمس سلاموطندار ته ویلي چې سیمکارتونه د جرمونو، امنیتي ګواښونو، انسان تښتونو او د خلکو د ځورونې مخنیوي په موخه ثبتېږي کېږي.
د روزګان مقام ویاند حافظ احسانالله حماس او امنیه قومنداني ویاند حضرت بلال روزګاني په یاد ولایت کې له رسنیو څخه د لیدنې پرمهال د همکارۍ ډاډ ورکړ.
په یادو لیدنو کې نوموړو ویندویانو د رسنیو له مسوولانو او کارمندانو سره د هغوی پر نشراتي او تبلیغاتي اړخونو بحث وکړ.
د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې په راتلونکي ۱۴۰۳ ښوونیز کال کې په مرکز او ولسوالیو کې ۱۳ نوي ښوونځي پرانېستل کېږي.
د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب سلاموطندار ته وویل، دا ښوونځي د ولسي خلکو په وړاندیز او د پوهنې وزارت په منظورۍ په مرکز پلعلم او ټولو ولسوالیو کې پرانېستل کېږي چې ۸زره نجونو او هلکانو ته به پهکې د لیکلوست زمینه برابره شي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون