Asset 1SWN

هرات کې پر «کاشیو» د خطاطۍ صنعت کمرنګه شوی

Herat (1)

هرات کې پر «کاشیو» د خطاطۍ صنعت یو‌شمېر کاروباریان او خطاطان د یاد صنعت د بازار سوړوالي له امله شکایت کوي.

هرات کې پر کاشیو د خطاطۍ او حکاکۍ صنعت اوږده مخینه لري چې اوس، د دغه صنعت کاروباریان وايي، ملاتړ ته اړتیا لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

۷۰کلن میراحمد صبري هروي چې څه باندې ۵۰کاله یې په دې صنعت کې کار کړی، وايي، هڅه کوي، څو پر کاشیو د خطاطۍ صنعت ژوندی وساتي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «افغانستان کې نږدې ۴۵کاله جګړه وه، زموږ د هنر زېربناوې نږدې ټولې له‌منځه تللي. دې ته اړتیا لرو چې د اوسني حکومت له‌خوا اساسي ملاتړ وشي او عین حال کې، زموږ علمي څېرې، هغه کسان چې کولای شي، دې برخه کې کار وکړي، رادې شي، پر هنر دې پانګونه وکړي.»

په ورته مهال د دې صنعت یو‌شمېر صنعت‌کاران هم وايي چې د تېر حکومت پر مهال یې د نجونو په ګډون ګڼ‌شمېر زده‌کوونکي درلودل، خو په وینا یې، اوس یې بازار سوړ شوی او له یوې نامعلومې راتلونکې سره مخ دي.

هروي په دې اړه وویل: «ما پخوا ډېر زده‌کوونکي درلودل، له ۲۵ تر ۳۰ نجونې وې. د خطاطۍ تدریس مې کاوه، د اسلامي امارت له راتګ مخې. اوس زده‌کوونکي لږ دي، څلور-پنځه کسان دي. هله کولای شو چې ښه زده‌کوونکي وروزو چې شاګردان راتلونکې ته هیله‌مند وي.»

د هرات محلي مسوولان بیا پر کاشیو د خطاطۍ صنعت اړین بولي او په وینا یې، د یاد هنر د ژوندي ساتلو او راتلونکي نسل ته یې د لېږد لپاره هڅې کوي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او هنر امر حمیدالله غیاثي وايي: «د تاریخي ابداتو برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یو‌شمېر هنرمندان د کاشي جوړونې او همداراز پر کاشیو خطاطي مشغول دي او د کارمند په توګه جامع جومات کې د کاشي جوړونې کارخونه کې پر دندو بوخت دي.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هرات کې پر کاشیو د خطاطۍ صنعت اوږده مخینه لري، خو د دې هنر یو‌شمېر صنعت‌کارایان بیا وايي، له بهر څخه هرات ته د صنعتي کاشیو رالېږد د دې لامل شوی چې د دغه صنعت بازار له رکود سره مخ شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام