Asset 1SWN

روزګان کې د ۲۵کیلومټره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې

-------------------

روزګان کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت د دهراود او چهارچینو ولسوالیو ترمنځ د ۲۵کیلومتره  سړک د جوړېدو چارې یې پیل کړي دي.

یاد سړک چې دغه دوه ولسوالي له یوه بل سره نښلوي، اوسېدونکو یې له دې وړاندې د لارې خرابوالي له امله شکایت کاوه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

روزګان کې د رواحه لېواه د مطبوعاتو مسوول یارمحمد معصوم سلام‌‌وطندار ته وویل: «د روزګان د دهراود  او چهارچینو ولسوالۍ ترمنځ د غاړې لویه لار چې ۲۵ کیلو متره اوږدوالی لري، د رغولو چارې یې د دهراود او چهارچینو ولسواليو مقامونو په مالي لګښت او د څلورمې پلې رواحه لواء د انجینري امریت او انجینرۍ ټولي پر تخنیکي همکاري سره پیل شوی.»

د نوموړي په وینا، د دغه لارې د جوړېدو چارې به په راتلونکو څو ورځو کې بشپړې شي. په ورته مهال د یادو ولسوالیو اوسېدونکي هم خوښ دي چي سړک ورته جوړېږي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دوی زیاتوي چې له دې وړاندې پر دغه لاره تلونکي مسافر له سختو ستونزو سره مخ وو چې د سړک په رغولو سره به یې یادې ستونزې تر یو بریده حل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام