Asset 1SWN

خوست کې په ۱۳ميليونه افغانيو د اوبورسونې شبکې جوړې شوې

-------------------------------

د خوست د کليو پراختيا او بيارغونې رييس عنايت‌الرحمن جلالي وايي، د دغه ولایت په یو‌شمېر سیمو کې په څه باندې ۱۳میلیونه افغانیو د اوبو رسونې درې شبکې جوړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د څښاک پاکو اوبو رسولو دغه شبکې د کليو پراختيا رياست په چوکاټ کې د «کوارموسسې» له‌خوا د دغه ولايت مرکز اړوند متون پاس پېرانو، کوټکي او د اسماعېل‌خېلو مندوزيو ولسوالي د کوچه‌خېلو کليو کې جوړې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وينا، د دې پروژو په پرانيستل‌کېدو سره نږدې ۶۰۰ کورنۍ چې د څښلو پاکو اوبو ته يې له دې وړاندې لاسرسی نه‌درلود، د پاکو اوبو زمينه ورته برابره شوه.

نوموړي وايي:«د اوبو رسولو دري شبکې چې دوه يې، د مرکز اړوند پېرانو کلي او کوټکي کليو کې دي او بله يې د اسماعيل‌خيلو او مندوزيو په کوچه خيلو کلي جوړه شوه، ټول ۱۳٫۵ ميلونه افغانی لګښت پرې راغلی او شاوخوا شپږ سوه کورني به ترې استفاده کوي.»

د يادو کليو اوسېدونکي وايي، چې مخکې د څښلو پاکو اوبو د نشتون له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ و.دوی وايي د کور د اړتيا پوره کولو لپاره به يې پاکې اوبه له ډېرو لرې ځايونو څخه راوړې.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کليو او پراختيا رييس دا هم وويل چې واک ته  د اسلامي امارت له رسېدو راهيسې د خوست پر بېلابېلو سيمو کې د څښاک پاکو اوبو رسولو نږدې ۶۰ شبکې جوړې شوې دي چې په زرګونه خلک ترې استفاده کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام