Asset 1SWN

د امریکا سفارت: د افغانستان د وحشي ژویو چاپېریال ته باید پام وشي

snow-leopard_zoo-CROP_Web

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت مسوولان وايي چې د افغانستان د وحشي ژویو چاپېریال ته باید پام وشي او د خوندي چاپېریال پر رامنځته کېدو یې ټينګار کړی دی.

دې سفارت د وحشي ژویو نړیوالې ورځې په تړاو، پر اېکس‌پاڼه لیکلي: «راځئ په ګډه د افغانستان طبیعي میراث خوندي کړو او ویې ساتو.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

سفارت په ځانګړې توګه د واورینو سیمو پړانګانو او د مارخور غرڅو یادونه کړې چې په وینا یې، هر ژوی د چاپېریال د نظام (ایکوسېسټم) مهمه برخه ده او ساتلو کې یې مهم رول لوبوي.

افغانستان کې د وحشي ژویو پر ساتنه داسې مهال ټينګار کېږي چې هېواد کې لسیزو جګړو او ښکار د دې لامل شوی چې ډېری وحشي ژوي، په ځانګړې توګه د واورینو سیمو پړانګان د ورکېدو له ګواښ سره مخ شي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د مارچ درېیمه هر کال د وحشي ژویو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي. دغه ورځ د ملګروملتونو له‌خوا د ۲۰۱۳میلادي کال ډیسمبر میاشت کې په دې نوم ونومول شوه چې هدف يې، د وحشي ژویو د ساتنې او ارزښت په اړه د هېوادونو پوهاوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام