Asset 1SWN

د روزګان د لروپرتو سیمو ۷۰سلنه ماشومان زده‌کړو ته لاسرسی نه‌لري

زده‌کوونکي- روزګان

د روزګان محلي مسوولان وايي، د دغه ولايت لرې پرتو سيمو کې د ښوونځيو نه‌شتون له امله، له ۶۰  تر ۷۰ سلنې ماشومان هېڅ ډول زده‌کړو ته لاسرسی نه‌لري.

د یاد ولایت والي، محمدعلي جان احمد چې تازه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو، اقوامو او قبایلو د هماهنګۍ مرستیال په توګه ټاکل شوی، دغه ولایت کې یوې غونډې ته وویل: هڅه کوي د روزګان لرې‌پرتو سیمو کې ښوونیز مرکزونه زیات کړي، څو ماشومان له زدکړو بې‌برخې پاتې نه‌شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «روزګان کې تاسې خپله خبر یاست چې مکاتب په نشتون باندي حساب دی. زموږ ۶۰سلنه که ووایمه یا ۷۰سلنه که ووایم، زه په دې خبره کې به صادق یم چې زموږ نسل زموږ کشران ماشومان بې‌تعلیمه پاته دي. اصل کې دا د ولس اساسي ستونزې دي او د دوی نابودي ده.»

په ورته مهال د روزګان د لرې‌پرتو سیمو اوسېدونکي بیا وایي، د ښوونیزو مرکزونو نه‌شتون له امله یې ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي. دوی له مسوولانو غوښتنه کوي چې لرې‌پرتو سيمو کې زده‌کړه‌ييز خدمات زیات کړي.

د روزګان اوسېدونکي محمدظریف سلام‌وطندار ته وویل: «موږ چي غټ سوي یو په داغه رقم یو سپینږیري مو داغسي سوو کوچنیان مو داغسي سوه نه دکوچیني شی زده دی نه دلوی شی زده دی بلا لکه عوام ګرځو خلاص.»

د روزګان یوه بل اوسېدونکي محمدقسیم هم وویل: «بجلی کوي، مردکي کوي، زدکړو ته لاسرسی نشته. مکتبونه نسته، دولت څخه زموږ دا غوښتنه ده چې سنټرونه فعاله کړي، مکتبونه فعاله کړي او دینې مدرسې فعاله کړي.»

روزګان کې دامهال ۲۵۸ ښوونځي فعاله دي چې په‌کې څه باندې ۶۷زره ماشومان پر زده‌کړو بوخت دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ځايي مسوولان په دې ولايت کې له موسسو غوښتنه کوي چې د لرې پرتو سيمو ماشومانو ته د ښونیزو مرکزونو جوړولو او هغوی ته د زده‌کړو رسولو په برخه کې ور سره مرسته وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام