نړیوال بانک ویلي چې د روان کال تر پایه به د افغانستان د کورني ناخالصو تولیداتو کچه ښايي تر ۳۰ سلنې راکمه شي.

دغه بانک همداراز ویلي، د افغانستان د سړي سر کلنی عاید د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې یو پر درې راکم شوی او په اوسنیو شرایطو کې یې په پښو درول ناشونی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نړیوال بانک د افغانستان وضعیت په اړه په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې د دغه هېواد د کورني ناخالص تولیداتو کمښت له ۲۰۰۷ کال راپدېخوا کم‌ساري دی او کورنۍ یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

 دغه بانک زیاته کړې، اقتصادي ناورین به د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې له منځه یوسي، لوږه او کډوالي به زیاته کړي او افراط‌یت ته به لمن ووهي.

په همدې حال کې نړیوال بانک ټينګار کړی، که چېرته له افغانستان سره نړیوالې مرستې وشي او اسلامي امارت بشرحقونو ته درناوی وکړي او د هېواد مالي چارې په سمه توګه مدیریت کړي، د دې شونتیا شته چې د دغه هېواد له پاشلتیا څخه مخنیوی وشي.

په ورته مهال نړیوال بانک زیاته کړې چې مرستندویه هېوادونه او سازمانونه تمه لري، څو اسلامي امارت له ښځو او نجونو سره د چلن اساسي معیارونه رعایت کړي او بشرحقونو ته درناوی وکړي.

د دغه بانک په راپور کې همداراز راغلي چې افغانستان کې د کرنې سکټورونه، طبیعي سرچینې، ځوان نسل او د امنیت تامین کولای شي چې د دغه هېواد اقتصاد ته وده ورکړي او په پښو یې ودروي.

راپور کاږي، که چېرته د نړیوالې ټولنې وړاندیزونو باندې عمل وشي، د افغانستان اقتصاد ښايي دومره وده وکړي چې هر کال په دغه هېواد کې پر کار برابرو ۶۰۰زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره هم‌مهاله پر افغانستان نړیوالې مرستې بندې شوې چې له امله یې ورځ تر بلې دغه هېواد کې اقتصادي ناورین په ډېرېدو دی. د راپورونو پر بنسټ، شاوخوا ۹۷سلنه افغانان کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام