Picture of سلام وطندار

سلام وطندار

معرفی مختصر

کندهار کې د جګړو له امله ۱۱ پولیس وژل شوي

په کندهار کې د وسله‌والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو د جګړو سنګر د پخوا په پرتله ډېر تود شوی او په دې وروستیو څو ورځو کې جګړه د ولسوالیو سربېره د کندهار ښار څېرمو سیمو کې هم روانه ده چې د پوځ سربېره یې ملکیانو ته هم زیانونه اړولي دي. یوازې همدا بېګاه شپه د کندهار حوزوي روغتون ته د دوو ملکیانو په ګډون ۲۰ ټپي پولیس او د ۱۱ پولیسو جسدونه وروړل شوي دي.

د امریکا سفارت: افغان حکومت باید د بچه بازۍ د مخنیوي لپاره هڅې زیاتې کړي

 په کابل کې د امریکا سفارت په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د افغانستان دولت باید د بچه‌بازۍ، انساني قاچاق او همداراز د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د سرتېرو په توګه د ماشومانو ګومارلو د مخنیوي لپاره دې هڅې زیاتې کړي.

طالبانو په بدخشان کې د پوځ د افسرانو په ګډون ۱۰ سرتیري وژلي

په بدخشان ولایت کې یوې امنیتي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې بېګاه شپه د فیض‌اباد ښار اړوند په اتمه ناحیه کې د وسله‌والو طالبانو او امنیتي ځواکونو په نښته کې د پوځ د څو افسرانو او د ولسي پاڅونوالو د دوو قومندانانو په ګډون ۱۰ سرتیري وژل شوي دي. سرچینه زیاتوي چې په دغه نښته کې یو‌شمېر سرتیري د وسله‌والو طالبانو لاس ته لوېدلي.

طالبانو بغلان کې د څرخي پله زندان د ښوونې او روزنې رییس وژلی

د بغلان ولایت په خوست ولسوالي کې یوه محلي سرچینه سلام‌وطندار ته وایي چې بېګاه شپه د دغې ولسوالي په اړوند سیمه کې د وسله‌‌والو طالبانو په یوه کمین کې د څرخي پله د ښوونې او روزنې رییس غلام‌محي الدین پیکان حیدري له دوو محلي قومندانانو سره چې د ولسي پاڅونوالو مسوولیت یې پر غاړه درلود، وژل شوي دي.

د دفاع وزارت سرپرست له خپل امریکایي سیال سره ټيلیفوني خبرې کړي

په داسې حال کې چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ سختې جګړې روانې دي، د افغانستان د دفاع سرپرست له خپل امریکایي سیال سره په  یوې ټیلیفوني اړیکه کې د سټراټیژیکو او پوځي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

امریکايي پوځیان د بګرام له هوایي اډې وتلي

امریکایي رسنیو د دغه هېواد د پوځي چارواکو له خولې خبر ورکړی چې وروسته له ۲۰کلونو امریکایي او ناټو ځواکونو د بګرام هوایي اډه افغان پوځي چارواکو ته ورسپارلې او له دغه مرکز څخه په بشپړه توګه وتلي دي. دغه اډه په افغانستان که د امریکایي ځواکونو تر ټولو لوی مرکز و او په تېرو دوو لسیزو کې د دغه هېواد د حضور پر مهال ۱۰۰زره امریکایي سرتیري پکې هم دېره وو.

په یوشمېر ولایتونو کې د جګړې دوام

د هېواد یوشمېر ولایتونه په وروستیو دوو میاشتو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختو جګړو شاهدان وو. په دغو ولایتونو کې ځايي سرچینې وايي چې طالبان د پرمختګ په حال کې دي.

کابل کې د امریکا سفارت؛ په ۱۲ کلونو کې ۳۸ زره افغان ملکیان وژل شوي

په کابل کې د امریکا سفارت پرون په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېروالي په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې یوازې په تېرو ۱۲ کلونو کې ۳۸ ملکیان وژل شوي دي.
دغه سفارت لیکلي: «څرنګه چې په افغانستان کې پر ملکیانو او عامه بنسټونو د طالبانو بریدونو په اړه د رسنیو او لومړی لاس راپورونو ګورو، موږ بیا هم د دوامداره تاوتریخوالي د پای ته رسېدو چې ډېری د طالبانو له لوري کېږي، غوښتنه کوو»

د بغلان پر لویو لارو د طالبانو ولکه او د دغه ولایت د اوسېدونکو اندېښنې

وسله‌والو طالبانو په وروستیو څو ورځو کې د بغلان ولایت پر لویو لارو ولکه ټينګه کړې او په دغو لارو کې یې د پلټنې پوستې رامنځ ته کړي چې ورسره یې د دغه ولایت د اوسېدونکو اندېښنې زیاتې کړي دي. د بغلان ولایت اوسېدونکي وایي چې ډېری وخت د جګړو له امله د دغه ولایت لویې لارې تړلې وي او مسافر نه شي کولای په ارامه زړه مسافر وکړي.

طالبان د ولسوالیو له نیولو وروسته پوځي او عامه تاسیسات له منځه وړي

په وروستیو دوو میاشتو کې د هېواد پر بېلابېلو سیمو او ولسوالیو د طالبانو بریدونه ډېر شوي او یو‌شمېر ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو تر شاتګ وروسته د طالبانو لاس ته لوېدلي دي. د حکومتي چارواکو په وینا، طالبان د ولسوالیو له نیولو وروسته، ودانۍ او نورو عامه تاسیساتو ته چاودنې ورکوي او ان د ملکي سیمو او د خلکو کورونه یې وېجاړ کړي دي.

امنیتي ځواکونو د کلدار ولسوالي له نیولو وروسته، دغې ولسوالي څخه شاتګ کړی

د بلخ ولایت کلدار ولسوالي چې تر پرون مازیګر پورې په بشپړ توګه د دولت تر کنټرول لاندې وه او د بلخ والي فرهاد عظیمي له دغې ولسوالي څخه د بلخ د یوې بلې شورتپې ولسوالي د بېرته نیولو لپاره د عملیاتو پلان هم اعلان کړ، خو تېره شپه دغه ولسوالي د دولت له کنټرول څخه بهر شوه او امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو ورڅخه د حیرتان بندر ښار ګوټي ته شا‌تګ کړی دی.

عبدالله: طالبانو د افغانستان پایښت له ګواښ سره مخ کړی

د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د دغې شورا د مشرتابه کمېټې شپږمې غونډې ته په وینا کې وویل چې د سولې په مذاکراتو کې د طالبانو بې‌ځایه وخت تېرول د دې لامل شوي، څو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې جګړه زیاته شي او دغې مسلې د افغانستان پاښت له ګواښ سره مخ کړی دی.

المان په افغانستان کې خپل ۲۰کلن پوځي ماموریت پای ته ورساوه

 د المان د دفاع وزیر انه‌ګرت کرامپ کارن‌باوئر ویلي چې له افغانستان څخه یې ټول الماني سرتیري اېستلي او په دغه هېواد کې یې خپل ۲۰کلن ماموریت پای ته رسولی دی. په افغانستان کې د المان د وروستیو دوه لسیزو پوځي حضور د دغه هېواد تر ټولو مرګونی ماموریت ګڼل شوی دی.