Picture of سلام وطندار

سلام وطندار

معرفی مختصر

د پلازمېنې پرې شوې برښنا او د کابلیانو نیوکې

درې ورځې وړاندې د برښنا شرکت ویلی‌وو چې د پروان ولایت په سالنګ ولسوالي کې د برښنا د دوو وېجاړو شویو ستنو د بیا جوړولو لپاره د پلازمېنې کابل او یو‌‌شمېر نورو ولایتونو برښنا د ۷۲ساعتونو لپاره پرې کوي. خو نن شنبه د درېو ورځو له تېرېدو وروسته د افغانستان د برښنا شرکت نه دی بریالی شوی چې د کابل او نورو ولایتونو برښنا بېرته ونښلوي. برښنا شرکت بیا وایي، هڅه کوي د نن ورځې تر پایه د کابل برښنا بېرته عادي حالت ته راوګرځوي.

امریکايي سناتور له افغان چارواکو سره تر لیدنې وروسته: بایډن دې له افغانستانه د ځواکونو اېستلو لړۍ وځنډوي

ولسمشر محمداشرف غني او ورسره مل پلاوي پرون له غرمې وروسته په واشنګټن کې د ډیموکراټانو د اکثریتو له مشر سناتور چارلز شومر او د جمهوري غوښتونکو د لږکیو له مشر سناتور میچ مکانیل او یوشمېر نورو سناتورانو سره ولیدل.

نړیوال بانک له افغانستان سره ۱۳۲ میلیونه ډالره مرسته وکړه

د نړیوال بانک مدیره پلاوي پرون له افغانستان سره د نړیوالې پراختیا ادارې ۱۳۲ میلیونه ډالره وړیا مرسته تصویب کړې ده.
نړیوال بانک په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې یادې پیسې به د بنسټیزو اصلاحاتو پروسې د دوام، د دولتي ادارو د لګښتونو او مالي روڼتیا، د حکومتولۍ پیاوړتیا او د خصوصي پانګونې د هڅونې له لارې د افغانستان اقتصادي ودې ته د رسېدو په برخه کې ولګول شي.

کندوز کې د جګړې دوام، په یوه اوونۍ کې ۲۱ملکیان وژل شوي او ۲۲۵ ټپیان دي

د کندوز د روغتیا ریاست مسوولان وایي چې په وروستۍ یوه اوونۍ کې د جګړو له امله په دغه ولایت کې ۲۵۰ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.  د کندوز د روغتیا رییس احسان‌الله فضلي سلام‌وطندار ته ویلي چې د وروستۍ یوې اوونۍ په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د دغه ولایت حوزوي روغتون ته ۲۱مړي او ۲۲۵تپیان ور وړل شوي دي.

د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په پنځو ولایتونو کې سختې جګړې شوي

د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر دوام یوازې بېګاه شپه د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په لوګر، فاریاب، اروزګان، بغلان او کونړ ولایتونو کې سختې جګړې شوې دي. له نیږدې یوې نیمې میاشتې راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې وسله‌والو طالبانو کڼ‌شمېر ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.

شنونکي: امریکا ته تللی افغان پلاوی د افغانستان د ملي دریځ د دفاع وړتیا نه لري

ولسمشر غني د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري پرون ماښام امریکا ته پر سفر روان شو او نن ورسېد. له ولسمشر سره په دغه سفر کې د هغه لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي روغې جوړې شورا رییس عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او یوشمېر نور چارواکي او د سولې مرکچي پلاوي غړي ملتیا کوي.

طالبانو د کونړ په غازي‌اباد کې سلګونه کورنۍ کډه کولو ته اړ کړي

له تېرې یوې نیمې اوونۍ راهیسې وسله‌والو طالبانو د کونړ په یوې لېرې غرنۍ ولسوالي، غازي اباد کې خوځښتونه زیات کړي چې د وضعیت د ترینګلتیا له امله تر اوسه سلګونه کورنۍ له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي دي. د دغې ولسوالي اوسېدونکي وايي، طالبانو غازي اباد ته ورغلې لارې په ډبرو سره تړلي او په ولسي خلکو یې د څښاک اوبه هم بندې کړي دي.

د کندوز د سقوط په اړه د دغه ولایت د وکیلانو او اوسېدونکو اندېښنې

د کندوز ښار څو کیلو مترۍ کې د جګړو د پراخېدو سره‌هم‌مهاله د وسله‌والو طالبانو له لوري د دغه ښار د بیا نیولو اندېښنې ډېرې شوي دي. په ولسي جرګه د کندوز د خلکو استازیو او د دغه ولایت مدني فعالانو نن په کابل کې یوې خبري غونډه کې خبرداری ورکړ، که د حکومت بې غوري همداسې دوام وکړي، کندوز ښار به د درېیم ځل لپاره د وسله‌والو طالبانو لاس ته ولوېږي.

د ولسمشر غني په مشري امریکا ته پر تلونکي پلاوي نیوکې

ټاکل شوې د روانې جون میاشتې په ۲۵مه د ولسمشر غني په مشري یو افغان پلاوی د امریکا د ولسمشر په بلنه دغه هېواد ته ولاړ شي. په عامه اړیکو او سټراټېژیکو چارو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر پرون وویل چې له ولسمشر سره به په دغه سفر کې عبدالله عبدالله، امرالله صالح، حمدالله محب، حنیف اتمر، شهرزاد اکبر او یوشمېر نور چارواکي ملتیا کوي.

شنونکي: د هندي چارواکو او طالبانو لیدنه د افغان سولې په ګټه ده

یو شمېر هندي رسنیو د شخړو د حل په برخه کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي مطلق بن ماجدالقحطانی له قوله داسې راپورونه خپاره کړي چې د دغه هېواد په پلازمېنه دوحه کې د لومړي ځل لپاره د هند یوه پلاوي له طالب مشرانو سره لیده کاته کړي دي. یاد استازي ویلي چې هند او طالبان د اړیکو جوړولو یا تعامل په حال کې دي؛ ځکه په وینا یې، طالبان به د راتلونکي افغان دولت یوه برخه وي.

د طالبانو د بریدونو ډېروالي په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز خبرداری ورکړی چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم په دغه هېواد کې د طالبانو بریدونه زیات شوي دي. پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړ غونډه وکړه او دیبورا لاینز پکې د طالبانو د پوځي عملیاتو له ډېروالي خبرداری ورکړ.

کونړ کې د هاوان څلور مرمیو پنځه کسان ټپیان کړي او لس ډوله واکسین یې سوځولی

نن سهار شاوخوا شپږ بجې د کونړ پر مرکز اسداباد د هاوان مرمیو ویشتل پیل شول چې د ورځې تر لسو بجو څلور توغندي د ښار په بېلابېلو برخو ولګېدل.
د کونړ والي محمداقبال سعید که څه هم د کومې ډلې نوم نه یادوي، خو وايي، دغه برید وسله‌والو کړی او پنځه کسان په‌کې ټپیان شوي دي.

ننګرهار کې د ولس پرېکړه؛ د طالبانو کورنۍ به له کلیو واېستل شي

د ننګرهار سپین غر ولسوالي کې ولسي خلکو پرېکړه کړې، هغه کورنۍ چې غړي یې د طالبانو برخه دي، له کلیو به وویستل شي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار ته وویل، د دغې ولایت سپین غر ولسوالي کې ولسي وګړیو پرېکړه کړې، هغه کورنۍ چې غړي یې د طالبانو برخه دي، له کلیو به یې باسي او یا به یادې کورنۍ خپل غړي له طالبانو باسي.

پروان، کاپیسا او پنجشېر کې به ۳۰ زره کسان د طالبانو پر وړاندې ودرېږي

یوشمېر جهادي مشران په هېواد کې د طالبانو له بریدونو زیاتېدو او د یوشمېر ولسوالیو له لاسه وتلو سره سم له طالبانو سره د مبارزې په موخه د خلکو د درېدو غوښتنه کړې او په تړاو یې په پروان کې له درې ورځو راهیسې پرله‌پسې غونډې شوې دي.