تخار؛ طالبانو د احمدشاه مسعود په مرکز کې د هغه تصویر ټوټه کړی
یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، سلاموطندار ته ویلي چې طالبانو د ملي قهرمان احمدشاه مسعود حکاکي شوی تصویر د تخار په چمن خسده سیمه کې چې هغه د قوماندانې مرکز و، ټوټه ټوټه کړی دی.
یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، سلاموطندار ته ویلي چې طالبانو د ملي قهرمان احمدشاه مسعود حکاکي شوی تصویر د تخار په چمن خسده سیمه کې چې هغه د قوماندانې مرکز و، ټوټه ټوټه کړی دی.
د ولسي جرګې یوشمېر غړیو نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې د هېواد ناسم امنیتي وضعیت، د کورونا ویروس خپرېدو او ځینو نورو ستونزو په اړه چې افغانان ورسره لاس او ګرېوان دي، اندېښنه وښودله.
د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې په پروان کې یې د وارداتي برښنا د پایو الوځوونکو د ډلمشر په ګډون، څلور کسان نیولي دي.
دغه ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په پروان کې عملیات کړي او هغه څلور کسان یې نیولي چې د وارداتي برښنا پایې به یې الوځولې.
د فاریاب په ټولو ولسوالیو کې د طالبانو حضور لامل شوی چې دغه ډله پر خلکو، په تېره ښځو تازه بندیزونه ولګوي.
د فاریاب د ولایتي شورا غړی آقمحمد نوري سلاموطندار ته ویلي، د طالبانو په تازه حکم کې ویل شوي چې ښځې نه شي کولای له شرعي محرم پرته له کور څخه بهر شي او د ودونو په هغو مراسمو کې باید ګډون ونه کړي چې موسیقي پهکې غږېږي.
یوې باوري امنیتي سرچینې چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلاموطندار ته ویلي چې د بدخشان د شهر بزرګ، یاوان، شکاشم، بهارک او خواهان ولسوالیو ټول پولهساتو ځواکونو تاجکستان ته شاتګ کړی دی. سرچینه وايي، ټاکل شوې یاد ځواکونه د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې او له هغه ځایه کابل ته را ولېږدول شي.
د سلما بند د ساتنې کنډک قوماندان الله محمد همدرد وايي، طالب وسلهوالو نن سهار د یاد بند د ساتنې پر مرکز چې د هرات د چشت ولسوالي په لوېدیځ کې پروت دی، برید کړی دی.
د نوموړي په وینا، په دغه برید کې د سلما بند ۱۶ امنیتي ساتونکي وژل شوي او مرکز یې هم د طالبانو لاس ته ورغلی دی.
د فاریاب د اندخوی څلوروګونو ولسوالیو یوشمېر اوسېدونکي او د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي وايي، له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې په یادو ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو فعالیت درېدلی چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.
د افغانستان بانک په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه بانګ یوشمېر کارکوونکي یې په جینوا سند کې پښتو ژبې ته د نه پام له امله له دندو ګوښه کړي دي.
په داسې حال کې چې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی او وسلهوال طالبان هره ورځ د ولسوالیو د نیولو ادعا کوي، د چارو شنونکي وايي چې د طالبانو د مخکې تګ او بریا ستر لامل د دولت او سیاسي مشرانو ترمنځ د یووالي نه موجودیت دی.
د چارو شنونکی فضل رحمان اوریا وايي، په تېرو شلو کلونو کې د دولت او سیاستوالو ترمنځ یووالی نه و او تر دې وروسته دا چاره هم ناشونې ده.
د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو له لوري د دغه بنسټ اړوند له شرموونکي نوملړ څخه د افغانستان د پولیسو د نوم له اېستلو څخه هرکلی کړی دی. دغه نوملړ کې د ملي پولیسو نوم د پولیسو په لیکو کې د ماشومانو د ګومارنې له امله اضافه شوی و.
والسټرېټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی چې امریکايي چارواکو په افغانستان کې د امنیتي وضعیت خرابېدو له کبله چې ښايي د دغه هېواد د سرتېرو، ډیپلوماټانو او نورو وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کړي، په کابل کې د خپل سفارت د پرېښودو پر څرنګوالي کار پیل کړی دی.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته د کورونا ویروس د مثبتو پېښو د زیاتېدو په اړه د اندېښنې تر څنګ، وویل چې د «تورې چڼاسې» یا تور قارچ ناروغي هغه بله یوه ده چې پر کورونا اخته کسان پرې اخته کېږي.
د نوموړي په وینا، دا ناروغي په هغو کسانو کې لیدل کېږي چې د وجود دفاعي یا ایمني سېسټم یې کورونا زیانمن او کمزوری کړی وي.
د راپورونو پر اساس له تېرو څلیرویشت ساعتونو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر امنیتي پوستو او مرکزونو د وسلهوالو طالبانو د بریدونو له امله دغې ډلې د بدخشان کشم، تګاب، وردوج، درایم، یفتل پایین، تیشکان او شهرک ولسوالیو سربېره د تخار ولایت کلفګان ولسوالي هم نیولي دي.
د عامې روغتیا وزارت د خبر له مخې، په تېره یوه شپه او ورځ کې د کورونا ویرووس له امله ۹۲کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په همدې موده کې ۴۶۷۰ د کورونا ویرووس شکمنې پېښې کتلي چې له ډلې یې ۱۲۷۲ هغه مثبتې ختلې دي. په تېره یوه شپه او ورځ کې بیا ۹۳۵ کسان هم له کورونا ناروغۍ بېرته روغ شوي دي.
هېواد کې د کورونا له خپرېدو راهیسې د دغې ویرووس د بېلابېلو بڼو د موندلو خبرونه ورکړل شوي، خو «تورې چڼاسې» هغه وژونکې ناروغۍ ده چې د کورونا د ناروغانو په منځ کې د پراخېدو په حال کې ده. د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح په خپل فېسبوکپاڼه کې د کورونا ویرووس د ناروغان ترمنځ د «تورې چڼاسې» ناروغۍ د خپرېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب روسیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار نیکولای پاتروشیف سره لیدلي دي. د ملي امنیت شورا دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه لیدنه چې نن ترسره شوې، دواړو لوریو په سیمه کې د ګډو امنیتي موخو د تقویت او ملاتړ لپاره د چمتووالي خبر ورکړی دی. دواړو لوریو په دې لیدنه کې د سولې په بین الافغاني خبرو او له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې هم خبرې اترې کړي دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون