کندهار کې د کورونو د پلټنې عملیات پیل شول
په هېواد کې د کور په کور پلټنې پر دوام د اسلامي امارت ځواکونو نن په کندهار کې د کورونو د پلټنې په موخه چاڼیز عملیات پیل کړل.
په هېواد کې د کور په کور پلټنې پر دوام د اسلامي امارت ځواکونو نن په کندهار کې د کورونو د پلټنې په موخه چاڼیز عملیات پیل کړل.
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند محمد نسیم حقاني نن دوشنبه د وږي ۲۸مه سلاموطندار ته ویلي چې میدانوردګ کې د اورلګېدنې د څېړنې لپاره پلاوی لېږل شوی دی.
وروسته له هغې چې اسلامي امارت پنجشېر کې د جګړې پرمهال د نیول شویو بندیانو د وژنې ادعاوو په اړه د څېړنو ژمنه وکړه، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ ویلي، اسلامي امارت د خپلو سرتیرو د کړنو مسوولیت لري. ریچارډ بنټ پرون (یکشنبه- وږي ۲۷) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې څېړنې او قضايي څار باید د واقعیتونو او د نړیوالو معیارونو پربنسټ وشي.
کندهار اووهلس ولسوالۍ لري چې د دغه ولایت مرکز کندهار ښار ته یې غځېدلې لویې لارې ویجاړې شوي یا هم هېڅ نه دي جوړې شوي.
د کندهار یوشمېر اوسېدونکي ښار ته له ولسوالیو د غځېدلو لارو له خرابوالي سر ټکوي. د دوی په وینا، د یادو لارو خرابوالي له امله سختو ستونزو سره مخ دي او خپل کرنیز محصولات هم پر وخت بازار ته نهشي رسولی.
د میدان وردګ چارواکي وايي چې د دغه ولایت په چک ولسوالي کې د یوشمېر خلکو کورونو خپله اور اخیستی او سوځېدلي دي.
د میدان وردګ ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي فیضالله جلالي سلاموطندار ته ویلي چې له تېرې شپې راهیسې د چک ولسوالي د عربانو درې په «ګوډې» کلي کې یوشمېر کورونو اور اخیستی او سوځېدلي دي.
د لغمان محلي مسوولان وايي چې نن سهار د کابل-جلالاباد پر لویه لاره د دغه ولایت اړوند سیمه کې د ټرافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او یو بل کس ټپي شوی دی.
د پکتیا مرکز ګردېز اوسېدونکي وایي چې څو ورځې وړاندې د ګردېز ښاروالي د اوبلن ګاز شرکتونه وتړل چې ورسره په ښار کې د ګاز بیه لوړې شوې ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نن د هېواد پنځو مرکزي ولایتونو کې د لمپيسکېن ناروغۍ پر وړاندې څارویو ته د واکسین د تطبیق کمپاین پیل کړ.
د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند د څلورم مکررویان سیمه کې د بېګاه شپې اورلګېدنې د لباسونو، مېوې او لیلامي توکو بازار په بشپړه توګه لهمنځه وړی دی.
په روزګان کې اوس شپږ خصوصي راډیوګانې، یو ټلوېزیون او یوه چاپي رسنۍ فعالیت کوي، خو مسوولان یې وايي چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د پیوستون راډیو ټلوېزیون مسوول فريدالله مطېع وايي، د پخوا په څېر سوداګریز اعلانونه او نور عواید نه لري او همدا لامل دی چې ګڼشمېر کارکوونکو یې دندې پريښې دي.
له نن یو کال وړاندې پر همدې ورځ هېواد کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو پر تګ بندیز ولګېد. ښوونځیو ته د افغان نجونو د نه پرېښودو د یوه کال پورهکېدو په تړاو د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، د تېر یوه کال پرمهال د افغان نجونو د زدهکړو برخه کې له لاسي تللي فرصتونه به بېرته جبران نه شي.
په څه باندې تېر یوه کال کې چې اسلامي امارت بیاځلې واک ته رسېدلی، افغانستان تر ټولو ناوړه سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ناورین تجربه کوي او تراوسه یې په اړه بېلابېلو هېوادونو کې ځینې غونډې هم جوړې شوې دي. همدا نن د اتریش په پلازمېنې ویانا کې د یوشمېر پخوانیو چارواکو او سیاستوالو درې ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده.
لسګونه افغانان یو ځل بیا د امریکا لهخوا د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو لپاره سړکونو ته را ووتل. معترضانو له امریکا وغوښتل چې د افغانستان نهه میلیارډه کنګل شوې شتمني دې ازاده کړي.
دوی پر نړیوالې ټولنې، په تېره ملګرو ملتونو هم غږ وکړ چې د یادو پیسو د ازادولو لپاره پر امریکا فشار راوړي.
د ټولګټو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح د میدان وردګ ولایت په مرکز میدانښار کې د کابل-کندهار لویې لارې د ۸۰ کیلومټره سړک د بیارغاونې چارو د پيل مراسمو کې وویل، یاد سړک چې ۸۰ کیلومټره اوږدوالی، اووه متره سور او ۳ متره پلې لاره لري، په نهو میاشتو کې بیا رغول کېږي.
د ملي دفاع وزارت وايي چې د ا.ا ځواکونو له لوري یې په پنجشېر کې د نیول شویو اسیرانو د وژلو اړوند ادعاوو په اړه یې څېړنې پیل کړي او که رښتیا داسې شوي وي، عاملان به یې د قانون منګولو ته وسپاري. په وروستیو ورځو کې پر ټولنیزو رسنیو داسې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې ښيي د اسلامي امارت ځواکونه یوشمېر کسان چې لاسونه یې تړلي، وژني.
پرون ماښام د فاریاب د قیصار-المار ولسوالي پر لویه ټرافیکي پېښه شوې چې له کبله یې یو کس مړ شوی او درې نور ټپیان دي.
سرچینې وايي چې د فاریاب د مرافعې محکمې د قضايي دېوان رییس مولوي عبدالکریم موټر له سړک نه اوښتی دی.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون