Picture of سلام وطندار

سلام وطندار

معرفی مختصر

د کابل په نننۍ چاودنه کې درې کسان وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي

د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ د درېیمې امنیتي حوزې اړوند دهمزنګ سیمه کې چاودنه تایید کړې او ویلي یې دي، پېښه کې درې کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

چاودنه نن چهارشنبه د وږي ۳۰مه د برښنا عمومي ریاست ته څېرمه په یوه هوټل کې رامنځته شوې وه.

امریکا: له افغان ښځو سره د مرستو لپاره مو نوې طرحه جوړه کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې له ښځو سره د اقتصادي مرستې لپاره د یوې نوې طرحه خبر ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن بېګاه شپه د وږي ۲۹مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې امریکا په افغانستان کې د ښځو اقتصادي پیاوړتیا په موخه یوه نوې طرحه چمتو کړې ده.

لوګر کې ټرافيکي پېښې دوه کسان مړه کړي او دوه ټپيان دي

 د لوګر امنیې قومنداني مسوولان وايي، پرون مازدیګر د مرکز پل‌علم په «جمعه کلا» سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې پرمهال د ښځو او ماشومانو په ګډون دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي. هغه زیاته کړه، ټپیان ولایتي روغتون ته لېږل شوي چې د یوه ماشوم روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

«ټول افغانستان کې یو جریب ځمکه نشته چې تریاک او چرس پرې کرل شوي وي»

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پروړاندې د مبارزې معین عبدالحق اخوند نن د خپل کلني کاري راپور وړاندې کولو په خبري غونډه کې وویل چې اوس په ټول افغانستان کې یو جریب ځمکه نشته چې تریاک یا چرس دې پرې کرل شوي وي.
هغه وايي، د تریاکو او چرسو ټول کښتونه یې له منځه وړي دي. د نوموړي په وینا، نه یوازې افغانستان، بلکې ټوله نړۍ د نشه‌يي توکو له ستونزې سره مخ ده.

بلاول بوټو: سوله‌يیز، باثباته او پر ځان بسیا افغانستان د پاکستان لومړیتوب دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټوماس وېسټ سره په خبرو کې ویلي چې «سوله‌يیز، باثباته او پر ځان بسیا افغانستان د پاکستان لومړیتوب دی.» د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې بلاول بوټو زرداري په نیویارک کې له ټوماس وېسټ سره خبرې کړې دي.

عبدالسلام‌ حنفي: د ۸۰۰زره دولتي کارکوونکو معاشونه له کورنیو عوایدو ورکوو

د رییس الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي «کسب‌ګرو او هټۍ‌والو څخه د ملاتړ» غونډه کې د مالیو راټولولو پرمهال پر شفافیت ټینګار وکړ او وویل چې هېوادوالو څخه د ا.ا له‌خوا راټوله شوې مالیه تر ډېره د ښوونې او روزنې او روغتیا په برخو کې لګول کېږي.

ایران څخه یوه اوونۍ کې ۶۰۰۰ افغانان بېرته هېواد ته ستانه کړل شوي

د نیمروز محلي چارواکي وايي، په تېره یوه اوونۍ کې له ایران څخه شاوخوا ۶۰۰۰ افغان کډوالو بېرته هېواد ته راستانه کړل شوي دي.

باختر خبري اژانس د دغه ولایت د کډوالو چارو رییس صدیق‌الله نصرت له قوله نن سه‌شنبه د وږي ۲۹ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه افغان کډوال دغه ولایت کې د ورېښمو پُل له لارې له ایران څخه بېرته هېواد ته راشړل شوي دي.