Picture of سلام وطندار

سلام وطندار

معرفی مختصر

کابل ښاریان: زموږ په نوم راغلې مرستې اړمنو کورنیو ته نه رسېږي

که څه هم نړیوالې ټولنې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته هم له افغانانو سره خپلې بشري مرستې نه یوازې کمې کړې نه دي، بلکې نورې هم زیاتې شوې دي، خو یوشمېر کابل ښاریان بیا شکایت کوي چې د دوی په نوم راغلې مرستې، اړمنو کورنیو ته نه رسېږي.

بلخ کې ښځو پر «کاج ښوونیز مرکز» د برید له امله لاریون کړی

بلخ کې نن لسګونه مېرمنو او ښځینه زده‌کړیالانو کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز د برید په غبرګون کې لاریون وکړ.

اعتراض کوونکو مېرمنو د لاریون پرمهال د «هزاره وژنه بس کړئ»، «تعلیم زموږ حق دی»، «امنیت زموږ حق دی» او «ازادي زموږ حق دی» شعارونه ورکول او د عدالت د ټينګښت غوښتنه یې کوله. .

کندهار کې سوداګرې مېرمنې: کاري جوازونه مو نه تمدیدېږي

کندهار کې یوشمېر ښځينه صنعت‌کارانې سلام‌وطندار ته وايي، په دې وروستیو کې يې صنعتي کارونه پیکه شوي او ان تر دې چې کاروبار يې په ټپه ولاړ دی.

دوی زیاتوي چې د ګڼ‌شمېر ښځينه صنعت‌کارانو کاري جوازونه تر وخت تېر شوي، خو د اړوندو مسوولو ادارو له‌خوا نه تمدیدېږي.

پر کاج ښوونیز مرکز برید کې د وژل شویو شمېر۴۳ او د ټپیانو ۸۳ ته ورسېد

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما نن دوشنبه د تلې یوولسمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د کابل د لوېدیځ دشت‌برچي سیمه کې پر کاج ښوونیز مرکز د شوي برید له امله د مرګ‌ژوبلې شمېرې په زیاتېدو دي.

یوناما ویلي چې دې پېښه کې د وژل شویو شمېر ۴۳ او د ټپیانو بیا ۸۳ کسانو ته لوړ شوی دی.

بلخ کې د ښځو لاسي صنایعو درې‌ورځنی نندارتون جوړ شو

د ښځو لاسي صنایعو درې‌ورځنی نندارتون نن د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې جوړ شو. ۶۰۰ ښځو په دغه نندارتون کې خپل لاسي صنایع نندارې ته ايښي، څو یې لپاره پېرودونکي ومومي.
د ښځو په لاس جوړ شوي څیزونه او د هغوی تولیدات په ۸۰ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

بلال کریمي: هېواد کې د ا.ا د حکومت هېڅ مخالفه ډله حضور نه‌لري

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار دوه ورځې وړاندې د جمعې لمانځه پرمهال د هېواد روان امنیتي وضعیت څخه اندېښنه وښوده او د امنیت ټينګښت لپاره یې اسلامي امارت ته یوه طرحه وړاندیز کړه. حکمتیار ویلي، خبرې باید داسې هېواد کې پیل شي چې د افغانستان کورنیو جګړو کې یې لاس نه‌وي لرلی.

هرات کې د اعتراض پرمهال ځینې ښځینه زده‌کړیالانې نیول شوي

د هرات پوهنتون ښځینه زده‌کړیالانو کابل کې پر «کاج» ښوونیز مرکز خونړي برید ته په غبرګون کې نن اعتراضیه لاریون وکړ.

لاریون کوونکو نن (یکشنبه، تلې لسمه) د هرات پوهنتون مخې ته د «زده‌کړه زموږ حق دی»، «نسل وژنه ودروئ» او «چوپتیا خیانت دی» شعارونه ورکول او پر ښوونیزو مرکزونو د بریدونو د درېدو غوښتنه یې کوله.

کابل کې پر زده‌کوونکو پروني برید ملي او نړیوال غبرګونونه را پارولي

یوشمېر ښځې نن د کابل په لوېدیځ دشت‌برچي سیمه کې د اعتراض په ډول سړکونو ته راووتلي، څو دغه ځای کې پر یوه ښوونیز مرکز پرونی برید وغندي، خو د اسلامي امارت ځواکونو د اعتراض اجازه ور نه‌کړه.
د ا.ا ځواکونو په دې سیمه کې خبریالانو ته هم اجازه ور نه‌کړه چې یاد لاریون ته خبري پوښښ ورکړي.

بېلتون‌پاله بلوڅان: د پاکستان پنځه پوځیان مو ووژل

د بلوچستان د بېلتون‌پاله بلوڅو (بي‌‌ا‌ِل‌ای) د پوځ ویاند آزاد بلوڅ ادعا کوي چې د پاکستان پنځه پوځیان یې وژلي دي.
د نوموړي په وینا، ځواکونو یې پرون جمعه د بلوچستان ایالت په «کوهلوای» سیمه کې د پاکستان د استخباراتو یو پټن‌ځای الوځولی دی.