افغانستان به نږدې راتلونکې کې د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز برخه شي
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري نن کابل کې د یوې غونډې پرمهال وویل چې په نږدې راتلونکې کې به افغانستان د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز یوه برخه شي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري نن کابل کې د یوې غونډې پرمهال وویل چې په نږدې راتلونکې کې به افغانستان د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز یوه برخه شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ساتنې او مصرف لپاره د یوه نوي ځانګړي صندوق د جوړولو خبر ورکړی دی.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې د «افغان فنډ» په نوم دغه نوي جوړ شوي صندوق ته به د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو له جملې شاوخوا ۳نیم میلیارډ ډالر وسپارل شي.
د کندهار محلي مسوولان وايي چې په دې وروستيو کې د دغه ولایت په ښار او ولسواليو کې د «قوي» په نوم پر یوې ویروسي ناروغۍ زرګونه غواګانې او نور څاروي اخته شوي چې ګڼشمېر یې لهمنځه وړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستانۍ جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر ته یې په افغانستان کې پناه نه ده ورکړې.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي څو شېبې مخکې پر ټویټر لیکلي چې ا.ا په افغانستان کې د هېڅ هېواد مخالفو وسلهوالو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.
نوموړي په دې اړه خپاره شوي راپورونه هم رد کړي دي.
پاکستاني رسنیو ویلي چې د دغه هېواد د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند په کُرمه کې د یوه وسلهوال برید پرمهال درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. په ورته مهال «ټيټيپي» د دغه برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې وسلهوالو یې د کُرمې په خرلاچي سیمه کې درې پاکستاني پوځیان وژلي دي.
کابل کې د روسیې سفارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د کونسلۍ او د نویو ویزو د ورکړې خدمتونه یې درولي دي.
د روسیې سفارت له خلکو غوښتي، څو تر بلې خبرتیا پورې د دغه سفارت د کونسلۍ څانګې ته ور نهشي.
د تخار په خواجه بهاالدین ولسوالي کې باوري سرچینو سلاموطندار ته ویلي، دې ولسوالي ته له پاکستانه بېرته راغلو کورنیو له دوو ورځو راهیسې په «شورتوغي» او «ګلبهار» سیمو کې خلک له کورونو وباسي او تراوسه یې له «ګلبهار» سیمې نه له ۵۰ ډېرې کورنۍ اېستلې دي.
د ا.ا ویاند ذبېحالله مجاهد په پنجشېر کې د چاڼیزو عملیاتو خبر ورکوي. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي چې د دغه ولایت په رخه، دره او افشار ولسوالي کې یې چاڼیز عملیات کړي دي.
د روزګان محلي مسوولان وايي، دغه ولایت کې یې هغه اووه کسیزه ډله نیولې چې د نجونو په نوم به یې خلک تېر اېستل او خپلې غوښتنې به یې پرې پوره کولاې.
د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د هېواد د لرو پرتو سیمو خلکو ته روغتیايي خدمات په سمه توګه نه وړاندې کېږي.
د پکتیا چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د اوبو کچې ټيټېدو له امله ډېری څاهګانې، کاریزونه او چینې چې خلکو به د څښاک اوبو لپاره ترې ګټه اخیستله، وچې شوې دي.
د پکتیا د سندیزې حوزې ریاست د اوبو اندازه کولو برخې مسوول احمدالله احمدزی وایي، د لمرېزې برښنا په وسیله له ژورو څاهګانو د اوبو را اېستلو له کبله د اوبو کچه ټیټه شوې او زیاتره څاهګانې او کارېزونه وچ شوي دي.
د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګروملتونو ځانګړي رپوټ ورکوونکي ریچارډ بنټ یوه رپوټ کې ویلي چې افغانان د بشري حقونو له ناورین سره مخ دي.
ریچارډ بنټ افغانستان کې د بشري حقونو له ناورین ډک وضعیت ته د حل لارې لپاره د اساسي بدلونونو غوښتنه کړې ده.
وروسته له هغې چې تېره اوونۍ کابل کې د یوه ځانمرګي برید پرمهال د روسیې دوه ډيپلوماټان ووژل شول، د دغه هېواد چارواکي وايي، پلازمېنه کابل کې یې د سفارت د امنیت ټینګښت لپاره تدابیر زیات شوي دي.
بدخشان کې ولسي سرچینې وايي چې پېښه نن له غرمې مخکې ۱۰:۳۰ بجې د یاد ولایت په مرکز فیضاباد کې هوايي ډګر ته څېرمه د دوو رونېکس موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د غور محلي مسوولان وايي چې دغه دوه هلکان او نجونې پرون د فېروزکوه ښار او د یاد ولایت د دولتیار ولسوالي د ابتداییه محکمو له لوري په عام محضر کې په دورو وهل شوي دي.
د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې وړمه شپه ناپېژنده کسانو دغه ولایت کې د یوه باغ ٣٠٠ میوه لرونکې ونې پرې کړې دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون