Picture of سلام وطندار

سلام وطندار

معرفی مختصر

د ا.ا د کابینې غړي پر مهمو مسایلو د خبرو لپاره کندهار ته تللي

کندهار کې یوه سرچینه وايي چې د حکومت د سرپرستې کابینې یو‌شمېر غړي د ا.ا د مشر هبت‌الله اخند‌زاده سره پر ځینو ملي او مهمو مسایلو د خبرو لپاره دغه ولایت ته تللي دي. سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي، له تېرو درېوو ورځو راهیسې د سرپرستې کابینې ۱۶ چارسمبالي وزیران دغه ولایت کې دي.

کابل کې د کورنیو محصولاتو او تولیداتو نندارتون جوړ شو

نن په کابل کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو نندارتون چې څلور ورځې به دوام کوي، پرانېستل شو. په دغه نندارتون کې هغه صنعتي او ودانیز توکي چې په کور دننه جوړ شوي، نندارې ته اېښودل شوي دي. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولان د دغه نندارتون د جوړولو موخه د کورنیو محصولاتو پېژندل او ورته بازارموندنه یادوي.

د پوهنې وزارت سرپرست څرګندونو ته غبرګونونه؛ زده‌کوونکې: د زده‌کړو یوازینی خنډ مو ا.ا دی

روزګان کې د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر ښوونځیو ته د نجونو زده‌کوونکو د تلو په اړه پرونۍ څرګندونې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د پوهنې وزارت سرپرست دغه ولایت ته د خپل سفر پرمهال ویلي چې کورنۍ نه‌غواړي اوسنیو شرایطو کې خپلې لوڼې ښوونځیو ته ولېږي.

سیګار: د افغانستان ګاونډیو دغه هېواد سره سوداګري محدوده کړې

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار د دغه هېواد کانګرېس ته په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان ګاونډیو د ځینو اندېښنو له کبله دغه هېواد سره خپله سوداګري او ټرانزیټ محدود کړی. سیګار په دغه راپور کې ویلي، د ا.ا له واکمنېدو راهیسې افغانستان ته د توکو د لېږد رالېږد کچه له ۴۰ تر ۵۰سلنې کمه شوې ده.

ملګرو ملتونو ته د پرېس‌کلب لیک؛ د افغان خبریالانو خوندیتوب لپاره لاس په‌کار شئ

د افغان رسنیو او خبریالانو یوه ملاتړي بنسټ «کابل پرېس‌کلب» پکتیا کې له خبریالانو سره د ا.ا د پروني چلن او خبریالانو پروړاندې تاوتریخوالي غبرګون کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې ته اعتراضیه لیک استولی دی.
د کابل پرېس‌کلب ادارې یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په تېره یوه میاشت کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۹ قضیې ثبت کړې دي.

پکتیا کې د نجونو ښوونځيو تړل‌کېدو ته غبرګونونه؛ هیدربار: نړۍ دې د بدلون تمه نه کوي

وروسته له هغې چې پکتیا کې د ښوونځیو مدیرانو او خلکو له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو ځینې پرانېستل شوي ښوونځي پرون بېرته وتړل شول، نجونو زده‌کوونکو یې په غبرګون کې لاریون وکړ. پکتیا کې له نږدې دوو اوونیو وروسته د ښوونځيو بېرته تړل‌کېدو او د نجونو لاریون په کور دننه او بهر ګڼ‌شمېر غبرګونونه له ځان سره لرلي دي.

د پوهنې وزارت سرپرست: اوسنیو شرایطو کې خلک نه غواړي لوڼې یې ښوونځیو ته لاړې شي

 د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر نن روزګان کې د یوې غونډې پرمهال ویلي، اوسنیو شرایطو ته په پام خلک نه غواړي چې خپلې ۱۶کلنې لوڼې ښوونځيو ته واستوي.

نوموړي زیاته کړه چې هڅه کوي ډېر ژر د نجونو لپاره شرایط برابر کړي، څو وکولای شي په خوندي چاپېریال کې خپلې زده‌کړې وکړي.

 د ملي دفاع وزارت پنجشېر کې د پوځ لیکو ته ځوانان جذبوي

د ملي دفاع وزارت د جلب او جذب قومنداني مسوولان پنجشېر کې د ا.ا د پوځ لیکو ته د ځوانانو د جذبولو بهیر له پیل څخه خبر ورکوي. د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نصرالله ملک‌زاده د دغه ولایت د جلب او جذب قومندان حسن‌البنا حدید له قوله ویلي، د دغه بهیر له پیله تر دا مهاله د پنجشېر لسګونه ځوانان د ا.ا د پوځ لیکو ته جذب شوي.

د چارو اداره: افغانستان باید د نړۍ د پاکو هېوادونو نوملړ کې شامل شي

د چارو ادارې مسوولانو نن د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، که نړۍ په انصاف قضاوت وکړي، افغانستان باید د نړۍ د پاکو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړي.
د چارو ادارې د پالیسي او ارزونې مرستیال سیف‌الدین تایب په وینا، سره له دې چې فساد نه دی صفر شوی، خو هېواد کې لمنه ډېره ورټوله شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت: پاکستان کې به افغان بندیان له جریمې وروسته خوشې شي

د بهرنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې د پاکستان کراچۍ ښار کې نیول شوي ۳۰۰ افغانان به له نغدي جریمې وروسته خوشې شي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل نن په یوه ویډيويي پیغام کې ویلي چې دغو افغان کډوالو پاکستان کې د قانوني اسنادو د نه‌ لرلو له امله پاکستاني پولیسو نیولي چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي.