د روزګان محلي مسوولان وايي، دغه ولایت کې یې هغه اووه کسیزه ډله نیولې چې د نجونو په نوم به یې خلک تېر اېستل او خپلې غوښتنې به یې پرې پوره کولاې.
د روزګان د امنيې قومنداني د وياند مرستیال صديقي ستومان سلاموطندار ته ویلي، نیول شویو کسانو به د ښځو نقابونه اغوستل او بیا به يې د خلکو سره د ښځو په غږ کې ټیلیفوني خبرې کولې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، یاد کسان یې پرون د دغه ولایت په چورې ولسوالي کې نیولي دي.
د امنیې قومنداني د ویاند مرستیال زیاتوي چې د سیمې خلک د یادو کسانو له دې کړنې په تنګ شوي وو او وخت ناوخت به یې له دې لارې ځورول چې د دوی د هڅو په پایله کې ونیول شول.