په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په راتلونکي ژمي کې د بېځایه شویو، بېوزله او ناورین ځپلو کسانو له ناوړه وضعیت څخه د اندېښنې په څرګندولو سره له جي۲۰ هېوادونو غوښتنه وکړه چې د افغانستان کنګل شوې پیسې دې ازادې کړي او د بشري مرستو د ورکړې په اړه دې خپلې ژمنتیا ته دوام ورکړي.
په ورته مهال په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو استازي د جي۲۰ هېوادونو مشرانو ته د افغانستان د اقتصاد پاشلکېدو او په راتلونکي ژمي کې له لوږې سره د دغه هېواد د نیمايي وګړو له ګواښ سره د مخکېدو خبرداری ورکړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې یوشمېر کارپوهان په دې باور چې بشري مرستې او د افغانستان د شتمنیو ازادول، نشي کولای په افغانستان کې د انساني ناورین مخه ونیسي.
د سیاسي چارو شنونکی مصطفی عليزاده وايي چې له دغه ناورین څخه د وتلو لپاره باید په کور دننه پروګرام شتون ولري.
د هغه په خبره، اقتصادي نظام یوه دوامداره پروګرام ته اړتیا لري چې د یو لړ اصولو او معیارونو پر بنسټ باید خپل چلن وکړئ. هغه وايي، که چېرته د افغانستان کنګل شوې شتمني ازادې شي او په سم ځای کې ونه لګول شوي، دغه پیسې بیا باد راوړي او ښايي تازه واک ته د رسېدلو مشرانو او رهبرانو له لوري حیف او میل شي.
په ورته مهال د چارو یو بل شنونکی اکرم عارفي وايي، افغانستان ته د جي۲۰ او اروپايي هېوادونو پام راړول او له دغه هېواد سره د مرستو په اړه د هغوی د ژمنو عملي کېدل، د اوسني حکومت پراخو هڅو ته اړتیا لري.
د هغه په وینا، د سیاسي لارې باید هڅې وشي او طالبان باید د اروپايي ټولنې او نورو هېوادونو غوښتنو ته غاړه کېږدي، ځکه طالبانو تراوسه داسې څه نه دي کړي چې د جي۲۰ هېوادونه دې د هغه پر بنسټ طالبانو ته کار وکړي.
د اسلامي امارت ویاند په دې اړه د سلاموطندار پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.
د جي۲۰ هېوادونو مخکینۍ غونډه چې د روان میلادي کال په ۱۲مه نېټه جوړه شوې وه، اروپايي ټولنې له افغانستان او هغو ګاونډیو هېوادونو سره یو میلیارد ډالر مرسته اعلان کړه چې افغان کډوال مني.