بښنې نړیوال سازمان ویلي چې افغانستان کې نجونې له څو میاشتو راهیسې ښوونځي ته د تلو اجازه نه لري او د زدهکړو له بنسټیز حق څخه محرومې شوې دي.
دغه سازمان د زدهکړې نړیوالې ورځې په تړاو پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، ۱۲۹ ورځې کېږي چې افغانستان کې له ۱۲کلونو څخه پورته ښځینه زدهکوونکې د اسلامي امارت له لوري ښوونځیو ته له تګ منع شوې دي. د دغه سازمان په وینا، ښځې او نجونې په افغانستان کې د زدهکړو له حق څخه محرومې شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بښنې نړیوال سازمان ټينګار کړی، سربېره پر دې چې په ملي او نړیواله کچه پر اسلامي امارت فشارونه راوړل کېږي، خو تراوسه یې نجونو ته د زدهکړو اجازه نه ده ورکړې.
دغه سازمان له ټولو غوښتي چې د افغان نجونو ته ترڅنګ ودرېږي. بښنې نړیوال سازمان « د نجونو ښوونځي پرانیزئ» تر نوم لاندې یو هشټګ خپور کړی او د اسلامي امارت له مسوولانو یې غوښتي چې نجونې زدهکړو ته پرېږدي.
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته هېواد کې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته د تلو حق نه لري. د اسلامي امارت چارواکو د ښوونځیو د نه پرانیستو لوی لامل ناسم ښوونیز چاپیریال په ګوته کړی او ویلي یې دي چې د یوې طرحې له مخې به د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي.
په همدې حال کې د اسلامي امارت د پوهنې وزارت په تازهګۍ سره اعلان کړی چې د راتلونکي کال په پسرلي کې به په ټول افغانستان کې د نجونو ښوونځي بیاپرانیزي.