د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله، نن د ۳۰۳ پامیر پخواني قومندان داوود داوود د وژل کېدو د لسم تلین په مراسمو کې د خبرو پرمهال د هېواد په اوسنیو شرایطو اندېښنه څرګنده کړه او وې ویل، په داسې حال کې چې د سولې خبرې ښې پایلې  ته نه دي رسېدلي، له هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل به پر امنیتي وضعیت ناوړه اغیزې وکړي.

د عبدالله په وینا، په افغانستان کې د نړیوالو همکاریو دوام، په هېواد کې ملي اجماع او عدالت پورې تړاو لري. د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس خبرداری ورکوي، که چېرې په هېواد کې یووالی او ملي اجماع رامنځ ته نه شي، د نظام  د سقوط د احتمالي ګواښ شونتیا لیدل کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «لومړی باید په خپل او خلکو کې یوالی رامنځ ته کړو. له بده مرغه چې په همدې برخه کې هم بېلابېل اندونه موجود دي. بېلابېل نظرونه طبیعي خبره ده شدید اختلافات شتون لري او دغو مسایلو ته په بنسټیزه توګه رسیدګي هغه وخت ده چې د خلکو پوښتنو ته ځواب ورکړل شي او هغوی له دغې کښتۍ څخه وژغوري چې د احتمالي ډوبېدو پر لوري روانه ده.»

په همدې حال کې یوشمېر نور سیاستوال هم په هېواد کې د ملي اجماع پر نشتون نیوکه کوي او وايي چې حکومت دې له طالبانو سره له هوکړې وړاندې د جمهوریت په دننه نظام کې شته اختلافاتو ته د پای ټکی کېږدي.



د افغانستان د اسلامي جمعیت غړی محمد‌یونس قانوني وايي، له طالبانو سره د جګړو په پرتله قومي اختلافاتو، د جمهوریت نظام ته زیان اړولی دی.

هغه وویل: «هغه څه چې مقابل لوری یې دې ته هیله‌مند کړی چې کولای شي، له پوځي لارې د افغانستان قضیه هواره کړي، د بهرنیو ځواکونو وتلو سربېره مهم ټکی دا دی چې په جمهوریت کې دننه ژور اختلافات شتون لري.»

د نظام د احتمالي سقوط اندېښنې په داسې حال کې دي چې ټاکل شوې بهرني ځواکونه د روان زېږدیز کال تر سپټمبر میاشتې پورې په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووځي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام