په افغانستان کې د دوامداره وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو له امله زرګونه کورنۍ مجبوره شوي چې خپلې مېنې پرېږدي او نورو سیمو ته کډه شي.
غزني یو له دغو ولایتونو دی. هلته ګڼ شمېر کروندګر او مالداران اړ شوي چې خپل د زېږېدو ځای پرېږدي او غزني ښار ته بېځایه شي، چېرته چې دوی له کرنې او مالدارۍ پرته نورو کسبونو ته مخه کړې.
د غزني د «جرمتوی» کلي اوسېدونکی نوید چې وروستیو وچکالیو او د اوبو کمښت غزني ښار ته کډه کړی وایي، اوس د خوراکي توکو په یوه دوکان کې کار کوي.
هغه وایي: «نور زمونږ ولسوالي کې اوبه نه دي پاتې. هر کلي کې یوازې دوه درې کوره پاتې دي، خلک د اوبو نهشتون په دلیل کډه شوي او ښار ته راغلي. خپله کروندګر وم، اوس دوکانداري کوم. که د اوبو ستونزه حل شي، خلک بیرته خپل کسبوکار ته ستنیږي.»
د نوید ترڅنګ، عزیزالله د غزني بل اوسیدونکی چې له دې وړاندې یې په خپله ولسوالي قرهباغ کې کروندګري کوله. هغه د تېر کال سختې وچکالۍ مجبوره کړ چې غزني ښار ته کډه وکړي.
هغه زیاته کړه: «مونږ خپل کلي کې ډېر باغونه او ځمکه لرو، خو اوبه نشته او مجبوره شولو چې ښار ته کډه وکړو. کارېزونه وچ شول، کومو خلکو چې برمې وهلي کال په کال یې اوبه کمیږي. مونږ پروسږکال کډه وکړه، زمونږ سیمه کې اوبه نشته، خلک له مجبورۍ هلته پاتې دي، وچکالي ډېره زیاته ده.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې د کرنیزو چارو کارپوه صالح محمد غزنوي د وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو د مخنیوي لپاره ځینې کړنلارې مهمې بولي.
نوموړي وویل، د اوبو له بې ایه مصرف څخه مخنیوی، د عصري اوبهلګولو سیسټمونو (لکه د څاڅکي سیستم) کارول، او د چېکډېمونو جوړول تر یوې اندازې د اوبو سرچینې پیاوړې کولی شي.
هغه وویل: «د وچکالي او اوبو کمېدو مخنیوي او د دې لپاره چې خلک ښارونو ته بېځایه نه شي، باید اوبه وسپمول شي. باید قطرهيي سیستمونه دود شي، چکډېمونه جوړ شي کلیو کې. د واټر پمپونو مخه باید ونیول شي. که دغه کارونه وشي هېڅ څوک به بېځایه نهشي.»
له دې سره هممهاله د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان هم وایي چې وچکالي او اقلیمي بدلونونه د کرنې او مالدارۍ پر سکتور منفي اغېز کړی او کورنۍ یې له خپلو سیمو بېځایه کولو ته اړې کړي دي.
د دغه ریاست یو مسوول محمد ذکریا هوتک وایي: «زمونږ ډېر شمېر باغلرونکي او مالداري د غزني له مختلفو سیمو د اوبو نهشتون په دلیل نورو سیمو او د غزني مرکز ته کډه شوي دي. له ناوې، اببند، ګیرو، جاغوري، مالستان، ناور، زنهخان او نورو ولسوالیو څخه چې وچکالۍ ځپلي، ډېر خلک بېځایه وي. ویلی شو چې هم مالدار او هم کروندګر دواړه زیانمن شوي، واښه کم شوي، څاروي یې وږي دي او د خپلو کروندو لپاره کافي اوبه نه لري.»
دا په داسې حال کې ده چې وچکالي او اقلیمي بدلونونه نه یوازې د غزني خلک، بلکې د افغانستان نورې سیمې هم ګواښي.
د دغو ننګونو پر وړاندې مبارزه، د اوبو د منابعو سم مدیریت، سپما او د کرنې او مالدارۍ د نوې طریقې تطبیق ته اړتیا لري.
باور دا دی که چېرې ژر او مؤثر اقدامات ونه شي، نو د انساني بحرانونو او کډوالیو کچه به نوره هم لوړه شي.






