د عامې روغتيا وزارت د اکمال تخصص عمومي مشر ډاکټر نثاراحمد نيازي وويل، د لومړي ځل لپاره یې تېره ورځ (سه‌شنبه، وري ۱۹) د پکتيا حوزوي روغتون کې پنځو برخو کې د تخصص پروګرام پيل کړ.

د تخصص دغه پروګرام په عمومي داخله، جراحي داخله، ماشومانو داخله، زېږون او اورتوپيدي برخو کې پیل شوی.

هغه زياته کړه چې د پکتیا حوزوي روغتون کې د تخصص پروګرام پيلولو څخه موخه د روغتيا برخې معیاري کول دي.

د ده په وینا، د اکمال تخصص پروګرام سره به ډاکټران وکولی شي چې په خپلو اړوند برخو کې څېړنې وکړي چې په دې سره به د روغتيا برخه معياري او د ناروغانو سمه درملنه وشي.

د تخصص د پروګرام د پيل مراسمو کې د پکتيا عامې روغتيا مشر ډاکټر معراج‌ګل عادل وويل، حوزوي روغتون کې د تخصص پروګرام پيلول غوره اقدام دی او په دې سره به راتلونکي کې د متخصصو ډاکټرانو په روزنې سره د روغتيا برخه معياري شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه زياته کړه چې د خلکو نفوس ته په کتو به همغومره شمېر متخصص ډاکټران روزل کيږي.

په ورته وخت د پکتيا حوزوي روغتون يوشمېر ډاکټرانو هم د تخصص پروګرام پيلولو ته خوښ دي.

دوی وويل، پخوا به یې د متخصص ډاکټرانو کمښت له امله ځينې ناروغان د درملنې لپاره کابل ته ليږل، خو د تخصص په پروګرام سره به متخصص ډاکټران وروزل شي او ناروغانو ته به د درملنې ښه زمینه برابره شي.

هغه د‌ عامې روغتيا وزارت له مسوولانو غوښتنه وکړه چې د تخصص پروګرام کې دې د ټرينر په صفت هغه کسان په دندو وګماري چې له ډېرې مودې راهيسې په حوزوي روغتون کې په دندو بوخت دي.

د يادونې ده چې تېره ورځ د پکتيا حوزوي روغتون کې د تخصص پروګرام د پيل ترڅنګ، د يو اين هبيتات مؤسسې د ۴۸زره امريکايي ډالرو په مالي لګښت د نارينه او ميرمنو لپاره د دوو جلا انتظارخونو جوړېدولو چارې هم پيل کړې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام