د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو چارو مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي وايي چې دوی په تېر یوه کال کې د ۱۵۰ داسې کتابونو پر چاپ، پېر او پلور بندیز لګولی چې د اسلام دین له اصولو سره په ټکر کې وو.

نوموړي دغه څرګندونې نن کابل کې د یاد وزارت د مسوولانو له‌خوا د خپل کلني راپور د وړاندې کولو په اړه جوړې شوې غونډه ته وکړې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

فراهي همداراز زیاته کړه چې له یادو کتابونو سربېره په سلګونه نور کتابونه هم تر ارزونې لاندې دي چې د نوموړي په وینا، د ملي ګټو او یووالي په زیان وو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو چارو مرستیال ټينګار وکړ چې د دوی له لوري پېژندل شوي کتابونه افغانستان کې د مسیحیت د دودولو په موخه چاپ شوي وو.

بل‌خوا د دغه وزارت د کلني راپور د وړاندې کولو په اړه جوړې شوې غونډې ته د یاد وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال عتیق‌الله عزیزي پر مخکیني حکومت د نیوکې ترڅنګ وویل چې فرهنګ او کتاب ته یې کار نه دی کړی دی.

په ورته مهال د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد دې ناستې ته وویل چې د لومړي ځل لپاره د بېهقي ریاست له‌خوا په فارسي ژبه «تفسیر کابلي» چاپ شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د قران کریم نهه ډوله نسخې هم د لومړي ځل لپاره چاپ ته اماده شوي او ډېر ژر به خلکو باندې ووېشل شي. مجاهد وویل، د بېهقي کتاب پلورنځي په کابل او ولایتونو کې فعال دی چې یوازې پلازمېنه کې ۱۴ غرفې لري چې دا مهال فعالې دي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولانو د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پرمهال وویل چې دغه وزارت تر دامهاله خپله پنځوس سلنه بودیجه مصرف کړې او په تېر یوه کال کې یې ۹۹ میلیونه افغانۍ عواید ټول کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام