په داسې حال کې چې ټاکل شوې راتلونکې یکشنبه د پاکستان پارلمان د دغه هېواد لومړي وزیر عمران‌خان ته په واک کې د پاتې کېدو او یا هم له واک څخه د ګوښه کېدو لپاره رایې وکاروي، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د لومړي وزیر ماتې نه مني او ترڅنګ یې ولاړ دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد د پاکستان له مسوولانو غوښتي چې په دغه هېواد کې سملاسي ټولټاکنو ته زمینه برابره کړي، څو په دې اړه ولس پرېکړه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي د پاکستان پارلمان کې د لومړي وزیر عمران‌خان خلاف د بې باورۍ رایې په هکله وویل چې ټول اوس د هغه خلاف دي، خو دی یې د غره غوندې تر څنګ ولاړ دی.

شیخ رشید احمد ټينګار کړی، که چېرته د یکشنبې پر ورځ د عمران‌خان مخالف ګوندونه په پارلمان کې بریالي هم شي، نوموړی یې ماتې نه مني.

دغه څرګندونې داسې مهال دي چې بېګاه لومړي وزیر عمران‌خان ملت ته په خپلې ټلوېزیوني وینا کې وویل چې یو بهرنی هېواد په کور دننه د درېوو مخالفو ګوندونو پرمټ غواړي حکومت یې نسکور کړي.

لومړي وزیر عمران‌خان بېګاه د وینا پرمهال لومړی د امریکا نوم یاد کړ او وروسته یې بیا ورغبرګه کړې چې له یوه هېواد څخه یې ګواښوونکی پیغام ترلاسه کړی دی. خان داسې وښوده چې ګواکې د امریکا نوم یې په تېروتنې سره یاد کړی دی.

عمران‌خان له دې وړاندې هم ویلي‌وو چې د یوه هېواد په مرسته یې د حکومت د نسکورېدو هڅې روانې دي؛ خو نوم یې نه اخیسته. بل‌خوا پاکستان نن په اسلام‌اباد کې د امریکا شاردافیر احضار کړی او د امریکا دغه کار یې د پاکستان په چارو کې لاسوهنه بللې ده.

د امریکا له لوري پاکستان ته د ګواښوونکي پیغام له کبله د دواړو هېوادونو اړیکې سړې شوي او د اختلافونو او ناندریو یوه نوي پړاو ته داخل شوي دي.

په همدې حال کې د امریکا د سپینې ماڼۍ او بهرنیو چارو وزارت ویاندویانو په یوې غونډې کې د پاکستان له لوري شوي تورونه رد کړي دي. دوی د لومړي وزیر عمران‌خان د حکومت نسکورولو په برخه کې پر واشنګټن د ښکېلتیا تورونه بې‌بنسټه بللي.

ټاکل شوې راتلونکې یکشنبه د اپرېل میاشتې په درېیمه نېټه د پاکستان پارلمان کې عمران‌خان ته د باور او یا هم نه باور رایه وکارول شي. د پاکستان پارلمان ټولټال ۳۴۲ څوکۍ لري او عمران خان باید په واک کې د پاتې کېدو لپاره ۱۷۲ رایې ترلاسه کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا مهال د عمران خان سیاسي ګوند «تحریک انصاف» په پارلمان کې ۱۶۶ څوکۍ لري او د دغه نوي سیاسي ایتلاف څخه وروسته د حکومت د مخالفو ګوندونو د څوکیو شمېر تر ۱۷۶ هم پورته ښودل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام