له تېرو دوو ورځو راهیسې ځینو  راپورونو کې ویل کېږي چې د اسلامي امارت د مشر ملا هبت‌الله اخند په مشري کندهار کې د امارت د چارواکیو ترمنځ غونډه روانه ده.

د یادې غونډې هدف د اسلامي امارت د چارواکیو ترمنځ د داخلي اختلافاتو حل او کابینه کې د داسې بدلونونو رامنځ ته کول ښودل شوي چې وکولای شي، راتلونکې کې نړیوال رسمیت ترلاسه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسلامي امارت پخوانی چارواکی سید اکبراغا کندهار کې د دغې غونډې جوړېدل تاییدوي، خو د امارت د چارواکیو ترمنځ کورني اختلافات بې‌‌بنسټه بولي.

دی وایي، ښايي کندهار کې د اسلامي امارت د مشرانو ترمنځ غونډه کابینه کې د ځینو بدلونونو د راوستو او د بهرنیو هېوادونو له‌خوا د رسمیت پېژندلو مسلې په موخه وي، خو په وینا یې، په داسې څه به بحث نه‌کوي چې د افغانستان خپلواکي له منځه یوسي.

کندهار کې ځینو ځایي سرچینو هم د نوم نه‌اخیستو په شرط سلام‌وطندار ته وویل، د اسلامي امارت د مشرانو ترمنځ دغې غونډې ته جدي تدابیر نیول شوي او لاهم دوام لري.

د سرچینو په خبره، دغه غونډه کې د رییس الوزرا او د هغه د مرستیالانو او د دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیرانو په ګډون د کابینې ۱۵ غړي برخه لري.

سرچینې زیاتوي، دې غونډه کې د نړیوالو له‌خوا د رسمیت پر پېژندو، کابینه کې د بدلون او خپلمنځي اختلافاتو پرسر خبري کېږي.

په همدې حال کې د اسلامي امارت بل پخوانی چارواکی محمدحسن حقیار وایي، دا د کابینه غونډه ده چې له دوشنبې ورځې راهیسې کندهار کې د کابینې غړیو او د اسلامي امارت مشرانو ترمنځ دوام لري او ښایي کابینه کې ځینې بدلونونه راوستل شي او له بهر څخه یو‌شمېر کسان د کابینې نویو غړیو په توګه معرفي شي.

خو دی وایي، ښایي دغه غونډه پر ډېرو اساسي بدلونونو توافق ونه‌شي او اسلامي امارت به ونه توانېږي چې د بهرنیانو قناعت ترلاسه کړي، څو دوی په رسمیت وپېژني. حقیار دا خبره هم ردوي چې ځینې پاکستاني چارواکي دې دغه غونډه کې ګډون ولري.

نوموړي وویل: «د کابینې دا غونډه تر نورو غونډو مهمه او متفاوته ده. په همدې خاطر کندهار کی جوړه شوې او د اسلامي امارت د مشر تر رهبرۍ لاندې جوړه شوې، زما په باور دې غونډه کې د افغانستان د بیرق او د کابینې د غړیو په تغیر او تبدیل بحث کېږی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

مونږ هڅه وکړه د موضوع په تړاو د اسلامي امارت د ویاندویانو نظر ترلاسه کړو، خو هغوی د دغې مسلې د تایید او رد په اړه څه ونه ویل.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام