یو‌شمېر پوځي متقاعدین وايي چې په خراب اقتصادي وضعیت کې دي او له اسلامي امارت څخه د خپلو حقوقو د ورکړې غوښتنه کوي. دوی زیاتوي چې تراوسه حکومت د دوی حقوق نه دي ورکړي او که چېرته تقاعد ورنه کړل شي، نه شي کولای خپل عادي ژوند مخته یوسي.

یو پوځي متقاعد حبیب الرحمان وايي، په هېواد کې له تحولاتو وروسته، ډېرو ستونزو سره مخ شوی دی. هغه وویل چې ټول عاید یې تقاعد وو او که حکومت یې ورنه کړي، د ژوند دوام به یې ستونزمن شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په کابل کې د یوه پوځي متقاعد مېرمن نورجهان وايي، مېړه یې د کورنۍ یوازینې کس و چې د کورنۍ خرڅ یې برابر و او د نوموړي د معاش نه ورکړې له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

هڅه مو وکړه چې په رپوټ کې د اړوند بنسټونو نظر هم راواخلو، خو اړیکې مو ځواب نه شوې. د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي څو ورځې وړاندې د دې موضوع په اړه سلام‌وطندار ته ویلي  و چې د پوځي متقاعدینو د معاش پر ورکړې کار روان دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پوځي متقاعدینو ستونزې په داسې حال کې مطرح کېږي چې ډېری دولتي کارکوونکي هم د دوی د حقوقو له نه ورکړې شکایت کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام