د ماشومانو لپاره د ملګرو متلونو ملاتړي اداره یا یونیسف په خپل تازه رپوټ کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې. د دې بنسټ په رپوت کې راغلي چې په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو په پایله کې د یاد هېواد وګړي د اړتیا وړ لومړنیو توکو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو صندق همداراز ویلي چې وچکالۍ د خوړو خوندیتوب نهشتوالي لامل شوی دی. د ملګرو ملتونو د بشرپاله مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا هم وايي، افغانستان ډېر ژر له انساني ناورین سره مخ کېدونکی دی. دې بنسټ د افغانستان وضعیت څرنګوالي په اړه اندېښنې سره ویلي چې له هرو دوو کسانو یو یې نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه له کومه او څنګه برابر کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یاد بنسټ په ټويټرپاڼه لیکل شوي چې له څلورو ماشومانو دوه او له څلورو امیندواره مېرمنو یوه یې په خوارځواکۍ اخته دي.
د اوچا بنسټ په وینا، د افغانستان له دوه کسانو یو یې بشرپاله بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. خو د اسلامي امارت د فرهنګي کمېسیون غړی احمدالله وثیق تائیدوي چې د هېواد د اقتصادي ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي او ډېر ژر به اړمنو ته د مرستو کڅوړې ووېشل شي. نوموړی زیاتوي چې د اسلامي امارت په مشري حکومت په دې هڅه کې دی چې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې نړیوال سازمانونه په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي. د خوړو نړیوال پروګرام په رپوټ کې راغلي چې د افغانستان ۶۰ سلنه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي، په داسې حال کې چې ۹۷ سلنه هېوادوال د روان کال تر پایه د لوږې لیکې لاندې راځي.