د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، په افغانستان کې لاهم د وضعیت بدلون او د طالبانو د ماتولو شونتیا شته او د دغه هېواد مشران باید یو موټی شي او افغان امنیتي ځواکونه باید د خپل ځان او ملت لپاره جګړه وکړي.

د امریکا ولسمشر دغه څرګندونې پرون په سپینه ماڼۍ کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې او وویل چې افغانستان جدي دفاع وزیر لري او د طالبانو په پرتله د افغانستان د امنیتي ځواکونو شمېر ډېر دی. هغه د دفاع وزیر بسم‌الله محمدي یو «جدي جنګیالی» یاد کړی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بایډن په خبره، د افغانستان امنیتي ځواکونه چې په عصري پوځي تجهیزاتو سمبال دي، باید د ځان او خلکو لپاره مبارزه وکړي.

د امریکا ولسمشر ټينګار وکړ چې دغه هېواد د افغانستان امنیتي ځواکونو د تجهیز او روزنې په برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ دی او له افغان هوایي ځواکونو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

بایډن د افغانستان په جګړه کې د امریکا اقتصادي لګښت ته په اشارې سره وویل چې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په پلان کې بدلون نه دی راغلی او اوس باید د افغانستان مشران سره راټول شي او د خپل ځان او افغانستان لپاره د طالبانو پر وړاندې وجنګېږي.

د امریکا ولسمشر زیاتوي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه پر کړې پرېکړې  پښېمانه نه دی.

جو بایډن دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرحه کړي چې طالبانو تراوسه د نږدې ۱۰ ولایتونو مرکزونه نیولي دي. امریکا طالبانو ته خبرداری ورکړی چې د ولایتونو د مرکزونو نیول دغې ډلې ته نړیوال مشروعیت نه شي ورکولی او باید د خبرو مېز ته حاضر شي.



له دې سره سم ولسمشر محمداشرف غني نن د یوه پلاوي په مشري د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه بلخ ولایت ته تللی دی.

ولسمشر په بلخ ولایت کې د جهادي او سیاسي مشرانو سره په لیدنه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په چوکاټ کي د ولسي پاڅونوالو د تجهیز، پیاوړي کېدو او سمبالښت په اړه خبرې کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام